د رواد د ژباړې مرکز — 278
16:94 او خپل منځ كې مو قسمونه د غولونې وسيله مه ګرځوئ كنه بيا به كوم قدم له ټينګېدو وروسته وښوييږي او په دې به كړاو وڅكئ چې خلک مو د الله له لارې اړولي او ستاسو لپاره به لوى عذاب وي.
16:95 او د الله ژمنه په لږه غوندې بيه مه پلورئ، بې شكه څه چې الله سره دي هغه درته غوره دي كه تاسو پوهېږئ.
16:96 څه چې تاسو سره دي هغه ختميږي او څه چې الله سره دي، هغه باقي دي، او هغوى چې صبر كړى خامخا به يې د هغو نېكو عملونو په سر بدله وركړو چې هغوى به كول.
16:97 چا چې نېک عمل وكړ، كه نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو حتماً به ښه ژوند ورباندې تېر كړو او (آخرت كې به) د هغو نېكو عملونو چې دوى به كول، ښه بدله وركړو.
16:98 نو كله چې ته قرأن لولې، له رټل شوي شيطانه په الله پورې پنا وغواړه.
16:99 حقيقت كې د ده په هغه چا څه برلاسى نشته چې ايمان يې راوړى او په خپل رب بروسه كوي.
16:100 د هغه برلاسى خو پر هغو كسانو دى چې له ده سره ملګرتيا كوي او هغوى چې له (الله) سره شريک جوړونكې دي.
16:101 او كله چې د يو آيت پر ځاى بل آيت بدل كړو او الله ښه پوه دى چې څه رانازل كړي نو دوى وايي چې ته دروغ تړونكى يې، بلكى زياتره يې نه پوهيږي.
16:102 ورته ووايه دا خو سپېڅلې پرښتې په رښتيني ډول ستا د رب له خوا نازل كړى دى، تر څو مومنان پرې ټينـګ او د امر منونكو لپاره هدايت او زېرى وي.