>

د رواد د ژباړې مرکز — 277

16:88 څوک چې خپله هم كافر شوي او (نور يې هم) د الله له لارې اړولي هغو ته به د عذاب له پاسه عذاب ورزياتوو، په دې چې دوى به فساد كولو.

16:89 او هغه ورځ چې موږ به هر امت كې خپله له هغوى نه يو شاهد ورباندې راپاڅوو، او تا به پر همدغو خلكو د شاهد په توګه راولو، او (د همدې لپاره) موږ دا كتاب پر تا نازل كړ چې په ډاګه د هر شي څرګندونكى، لارښوونه، رحمت او زېرى دى مسلمانانو ته.

16:90 يقيناً الله د عدل، ښېګڼې او خپلوانو ته د وركړې امر كوي او له بې حيايي، بدۍ او تيري نه منع كوي، هغه تاسو ته نصيحت كوي تر څو درس واخلئ.

16:91 د الله ژمنه پوره كوئ، كله چې ژمنه سره كوئ او خپلې لوړې (قسمونه) له ټينګولو وروسته مه ماتوئ، كله چې تاسو الله (هم) درباندې شاهد نيولى وي، بې شكه الله خو په هغه څه پوهيږي چې تاسو يې كوئ.

16:92 او د هغې ښځې په شان مه كيږئ چې خپل ورېشلي تارونه به يې له مزي كولو وروسته بېرته سپخول، خپل منځ كې مو قسمونه د ټګۍ وسيله ګرځوئ تر څو يو قوم د بل قوم نه زياته ګټه ترلاسه كړي، (حال دا چې) الله مو په دې سره ازميښت كوي او د قيامت په ورځ به حتماً هغه څه در څرګند كړي چې تاسو پكې اختلاف كولو.

16:93 او كه الله غوښتي واى نو تاسو به يې خامخا يو امت ګرځولى وای خو چاته يې چې خوښه شي بې لارې كوي يې، او چاته چې وغواړي سمه لار ورښيي او خامخا به له هغه څه وپوښتل شئ چې تاسو به كول.