د رواد د ژباړې مرکز — 276
16:80 او الله مو كورونه آرام ځايونه درته وګرځول او د څارويو له پوستكو يې داسې كورونه درته پيدا كړل چې د كوچېدو او دېره كېدو په ورځ يې سپک مومئ او د هغو له وړيو، اون او وژغنو يې ستاسي د ګټې وړ سامان پيدا كړ تر يوې ټاكلې نېټى پورې.
16:81 او له هغو شيانو چې ده پيدا كړي ستاسي لپاره يې سيوري برابر كړل، په غرونو كې يې پناه ځايونه درته جوړ كړل او داسې كميسونه چې له ګرمۍ مو ساتي او هغه كميسونه چې (په جنګ كې) ستاسي ساتنه كوي، په دې ډول خپل نعمتونه درباندې تماموي ښايي چې تاسو غاړه كيږدئ.
16:82 نو كه دوى مخ اړوي نو پر تا هم له څرګند تبليغه پرته بل څه نشته.
16:83 دوى د الله نعمت (ښه) پېژني خو بيا ترې منكريږي او زياتره يې كافران دي.
16:84 او هغه ورځ چې له هر امت نه يو شاهد راپاڅوو نو بيا به كافرانو ته نه (د څه ويلو) اجازه وي او نه به د توبې غوښتنه ترې وكړى شي.
16:85 او كله چې ظالمان هغه عذاب وګوري نو بيا به نه ورباندې سپک كړى شي او نه به مهلت وركړى شي.
16:86 او كله چې مشركان خپل (باطل) شريكان وويني وايي به: اى زموږ ربه! همدا زموږ هغه (انګېرلي) شريكان وو چې له تا پرته مو رابلل، نو هغوى به دا خبره ور وړاندې كړي چې يقيناً تاسي (خپله) دروغجن ياست.
16:87 او په هغه ورځ به الله ته سوله وړاندې كړي او هغه ټول دروغ به يې له منځه ولاړ شي چې دوى به (دنيا كې) جوړول.