>

د رواد د ژباړې مرکز — 275

16:73 او له الله پرته د هغه شي بندګي كوي چې د هغه په لاس كې نه له اسمان نه دوى ته څه روزي وركول شته، نه له ځمكې نه او نه دا كار د هغوى له وسې پوره دى.

16:74 نو الله لپاره مثالونه مه جوړوئ، بې شکه الله پوهيږي، او تاسو نه پوهيږئ.

16:75 الله يو مثال راوړي: لكه د چا په ملكيت كې يو مريى دى چې خپله څه واک نه لري او بل څوک داسې چې هغه ته مو له خپله لوري غوره روزي وركړې او دى په پټه او ښكاره لګښت ترې كوي، آيا دوى سره برابر دي؟ الله لره ستاينه ده، بلكې زياتره يې نه پوهيږي.

16:76 او الله يو (بل) مثال راوړي: لكه دوه كسان دي چې يو يې ګونګ دى، هېڅ نه شي كولاى او په خپل څښتن باندې هسې پېټى دى، هرې خوا ته يې چې استوي څه خير نه راوړي، آيا دى او هغه كس چې په عدالت حكم كوي او په سمه سيده لار برابر دى، سره يو شان كېداى شي؟

16:77 او د اسمانو او ځمكې غيب الله لره دي، او د قيامت معامله لكه د سترګو رپ لا څه چې ډېره نږدې ده، بې شكه الله په هر څه قادر دى.

16:78 او الله تاسو د خپلو ميندو له ګېډو په داسې حال كې راووېستئ چې په هېڅ هم نه پوهېدئ او هغه تاسو ته غوږونه، سترګې او زړونه دركړل چې شكر وباسئ.

16:79 آيا دوى الوتونكو ته نه دي كتلي چې څنګه د اسمان په هوا كې مسخر شوي دي؟ الله نه پرته يې بل هېڅوک نه ساتي، يقيناً په دې كې ايمان راوړونكو ته ډېرې نښې دي.