>

د رواد د ژباړې مرکز — 274

16:65 او الله له اسمانه اوبه را واورولې او دا مړه ځمكه يې پرې ژوندۍ كړه، په دې كې خو يقيناً هغو خلكو ته (لويه) نښه ده چې (خبره) اوري.

16:66 او په دې څارويو كې هم تاسو لپاره خامخا يو درس شته، د هغو په ګېډو كې له څه شيانو د خوشيو او وينې له منځه تاسو ته سوچه پۍ درڅښو چې د څښونكو لپاره آسانه په خوند تېرېدونكې دي.

16:67 او (همداسې) د كجورو او انګورو له مېوو چې تاسو هم نېشه يي مواد او هم ښه روزي ترې لاس ته كوئ، يقيناً په دې كې هغو خلكو ته (لويه) نښه ده چې عقل كاروي.

16:68 او ستا رب د شاتو مچۍ ته په زړه كې ورواچوله چې په غرونو، ونو او هغو څپرو كې چې خلک يې لوړې جوړوي، كورونه جوړ كړه.

16:69 بيا د هر ډول مېوو نه خوراک كوه او د خپل رب په هوارو كړيو لارو روانه اوسه، د دوى له ګېدو د بېلا بېلو رنګونو يو څښاک راوځي چې په هغه كې خلكو لپاره شفا ده، يقيناً په دې كې هغو خلكو ته (لويه) نښه ده چې فكر كوي.

16:70 او الله تاسو پيدا كړئ بيا مو پوره اخلي (مړه کوي مو) او له تاسو نه څوک بد (د ذلت) عمر ته پريږدي، چې له پوهېدو وروسته بيا په هېڅ ونه پوهيږي، بې شكه الله ډېر پوه ځواکمن دى.

16:71 او الله له تاسو نه ځينو ته پر ځينو باندې په روزي كې زيات والى وركړى دى، نو چاته چې زيات والى وركړ شوى هغوى د خپلو مريانو لور ته د دې روزۍ ورګرځونكي نه دي په داسې شان چې هغوى ټول پكې يو برابر شي، نو آيا د الله له (دغې) پېرزوينې منكريږي؟

16:72 او الله تاسو ته له خپله جنسه مېرمنې پيدا كړې او له مېرمنو يې زامن او لمسي دركړي او له ښو پاكيزه شيانو يې روزي دركړې ده، نو آيا دوى باطل مني او د الله له پېرزوينې انكار كوي.