د رواد د ژباړې مرکز — 273
16:55 څو چې د هغو نعمتونو ناشكري وكړي، چې موږ وركړي نو مزې وكړئ، زر به وپوهېږئ.
16:56 او موږ چې څه ور روزي كړي له هغو نه، هغه څه ته برخه ټاكي چې (كوم دليل يې) ورته معلوم نه دى، نو په الله قسم چې وبه پوښتل شئ له هغو دروغو نه چې تاسو به تړل.
16:57 اودوى الله لپاره لوڼي ټاكي، پاکي ده هغه (الله) لره! او دوى لپاره هغه څه دي چې غواړي يې.
16:58 او كله چې كوم يو ته يې د لور زېرى وشي، مخ يې تک تور واوړي او له غوسې ډک وي.
16:59 له خلكو نه پټ ګرځي له هغه ناكاره خبر له امله چې ده اورېدلى، آيا (لور يې) له شرم سره سره وساتي او كه په خاوره كې يې ومنډي؟ ګورئ! څومره ناوړه حكم دى چې دوى يې (د الله په هكله) كوي.
16:60 هغوى لره چې په آخرت باور نه لري ناكاره صفتونه دي، او الله لره خو تر ټولو غوره صفتونه دي، او هماغه حكمت والا برلاسى دى.
16:61 او كه چېرى الله تعالی خلک د هغوى په ظلم سره سمدلاسه رانيولاى نو د ځمكې پر مخ به هېڅ ساكښ نه و پاتې، خو هغه يې تر يوه ټاكلي وخته ځنډوي بيا چې كله يې همغه نېټه راشي نو يو ساعت هم نه وروسته كيږي او نه ړومبى كيږي.
16:62 او دوى هغه څه الله ته ټاكي چې خپله يې بد ګڼي، او ژبې يې دا دروغ بيانوي چې دوى لپاره ښېګڼه ده، په حقيقت كې دوى لپاره یوازې اور دى، او دوى تر ټولو مخكې ورغورځېدونكى دي.
16:63 په الله قسم له تا مخكې مو هم ډېرو قومونو ته رسولان لېږلي دي، بيا يې شيطان بد عملونه ورته ښايسته كړل، نو نن ورځ يې هم هماغه دوست دی، او دوى لپاره دردناک عذاب دى.
16:64 او موږ له دې پرته بل څه لپاره دا كتاب نه دى نازل كړى چې ته هغه څه ورته روښانه كړې چې دوى پكې اختلاف كوي، او (بل دا چې) مومنانو لپاره به لارښوونه او رحمت وي.