د رواد د ژباړې مرکز — 272
16:43 او نه دي لیږلي موږ ستا نه مخکې مګر سړي (پېغمبران) چې وحي مو ورته کوله، نو پوښتنه وکړئ د علم والاو نه که چیرته تاسي نه پوهیږئ.
16:44 هغوى مو هم له ښكاره نښانو او كتابونو سره لېږلي وو، او تاته مو دغه ذكر (قرآن) درنازل كړ چې هغه څه ورته بيان كړې چې دوى لپاره نازل شوي او تر څو دوى خپله هم څه فكر وكړي.
16:45 آيا هغه خلک چې ناوړه چلونه جوړوي، له دې بې غمه دي چې الله به يې په ځمكه ښخ كړي؟ يا به له كوم داسې لوري عذاب پرې راشي چې دوى پوه هم نه شي.
16:46 يا به يې هسې ګرځېدو راګرځېدو كې ګير كړي، بيا به دوى عاجزونكي نه وي.
16:47 يا به يې په وېره كې ونيسي، په يقين سره ستا رب ډېر مهربان لوروونکی دى.
16:48 اّيا دوى د الله كوم پيدا كړى شى هم نه ويني چې څنګه يې سيورى له ښۍ او كيڼې خوا الله ته په سجده كولو پرېوځي؟ حال دا چې (ټول) عاجزي كوونكي دي.
16:49 او هماغه الله ته سجدې كوي څه چې په آسمانونو او ځمكه كې دي له خوځېدونكو حيواناتو او ملايكو پورې په داسې حال كې چې دوى (هېڅ) لويي نه كوي.
16:50 دپاسه يې خپل رب نه وېريږي او څه چې ورته امر كيږي ترسره كوي يې.
16:51 او الله وايي چې دوه معبودان مه نيسئ، بې شكه چې هماغه يو معبود دى، نو يوازې مانه ووېرېږئ.
16:52 او هماغه لره دي څه چې په آسمانوو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، او دين (تسليمي) سوچه هماغه لره ده، نو آيا پرته له الله بل چانه وېره كوئ؟
16:53 او په تاسي چې كومه لورينه (نعمت) ده هم د الله له لوري ده او بيا چې څه كړاو درته رسي هم هغه ته زارۍ كوئ.
16:54 خو بيا چې هغه كړاو درنه لرې كړي، يو دم ستاسو څه خلک خپل رب سره شريكان نيسي.