د رواد د ژباړې مرکز — 27
2:177 (یوازې دا کار) نيكي نه ده چې تاسي خپل مخونه ختيځ یا لوېدیځ لوري ته (په لمانځه کې) واړوئ؛ بلكې (غوره) ښېګڼه (نېکي) هغه ده چې چا پر الله، د قیامت پر ورځ او پريښتو او کتابونو او پر پیغمبرانو ایمان راوړی وي او د الله په مینه خپل مال خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو، پرديسانو (مسافرو)، سوالګرو او د مريانو په آزادولو کې ورکوي، د لمانځه پابندي کوي او زکات ورکوي او خپلې (هغه) وعدې پر ځای کوي چې کله وعده وکړي او د تنګستیا او غمونو پر مهال او د حق او باطل په جګړه کې صبر وكړي همدا ريښتیني او همدا کسان متقیان دي.
2:178 اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسي (په قصد سره) وژل شویو (قتل شویو کسانو) کې قصاص فرض کړل شوی دی. اصیل (آزاد) په اصیل باندې (قصاصېږي) او مریی په مریي (قصاصېږي) او ښځه په ښځه باندې (قصاصېږي). نو که چا ته (مصلحتاً) د ده د (مسلمان) ورور له طرفه څه بخښنه وشوه، نو لازمه ده (په دې عفوه کوونکي) مطالبه د دېت (له قاتله) په ښې طریقې سره او ورکول (د دېت دی) هغه ته په غوره طریقې سره، دا کار (د قصاص جواز، یا دیت، یا عفوه) ستاسې د رب له لوري اسانتيا او رحمت دى، كه له دې (پرېکړې) وروسته څوك تېری وكړي د هغه لپاره دردوونكى عذاب دى.
2:179 او تاسې لپاره په قصاص کې (لوی) ژوند دی اې د عقل څښتنانو! په کار ده چې تاسي ځان وساتئ (له ناحقو وینو څخه).
2:180 پر تاسي فرض کړی شوې ده چې کله له تاسو څخه یو چا ته مرګ راشي، که ډېر مال یې پرېښی وي نو مور، پلار او (نورو) خپلوانو ته دې په غوره توګه وصیت وکړي، دا حکم لازم دی پر پرهیږګارانو.
2:181 نو چا چې وصيت له اورېدو وروسته بدل كړ؛ نو بېشکه د هغه ګناه به د (وصیت) بدلوونكو پر غاړه وي، بېشکه الله (د ټولو اقوالو) ښه اورېدونكى (او پر ټولو اقوالو) ښه پوهېدونكى دى.