د رواد د ژباړې مرکز — 269
16:15 او په ځمكه كې يې كلک غرونه واچول چى درباندې ونه خوځيږي، او (پيدا كړې يې دى) ويالې او لارې چې تاسو لار ومومئ.
16:16 او (پيدا كړې يې دي) علامې (نښانې) او په ستورو سره (هم) دوى لار مومي.
16:17 نو آيا هغه څوک چې پيدا كوي د هغه چا په شان دی چې هېڅ هم نه پيدا كوي؟ آيا تاسي پند نه اخلئ؟
16:18 او كه تاسي د الله د نعمتونو شمېرل وغواړئ نه يې شئ شمېرلى، بې شکه هغه ډېر بخښونكى او مهربان دى.
16:19 او الله تعالی پوه دی په هغه څه چې تاسو یې پټوئ او په هغه څه چې ښکاره کوئ یې.
16:20 او هغوى چې له الله پرته نور څه رابلي، هغه هېڅ نه پيدا كوي بلكې خپله مخلوق دي.
16:21 مړه دي، نه ژوندي، او نه پوهيږي چې بيا به كله راپاڅول شي.
16:22 په حقه سره ستاسو معبود هماغه يو معبود دى، نو هغوى چې آخرت نه مني، زړونه يې منكر او دوى په لويي كې تللي دي.
16:23 شک نشته چې الله ښه پوهيږي په هغه څه چې دوى يې پټوي او په هغه څه چې څرګندوي يې، بې شکه هغه لویي کوونکي نه خوښوي.
16:24 او چې ورته وويل شي رب مو څه نازل كړي؟ وايي: د ړومبنيو څه نكلونه (کیسې).
16:25 تر څو د قيامت په ورځ هم خپل پيټي پوره په شا كړي او هم د هغو له پېټو چې په ناپوهي كې دوى بې لارې كړي دي، ګورئ څومره بد پيټي دي چې دوى يې وړي.
16:26 له دوى مخكې خلكو هم (دغسې) چلونه جوړ كړي وو خو الله يې د چلونو كلا له بېخه ونړوله، چت يې له پاسه پرې وغورځېد او له يو داسې لوري آفت ورباندې راغى چې دوى نه پوهېدل.