>

د رواد د ژباړې مرکز — 267

15:91 هغوی چې ګرځولی یې و (قرآن کریم) ټوټې ټوټې.

15:92 نو قسم دى ستا په رب، موږ به هرومرو له دوى ټولو څخه پوښتنه وكړو.

15:93 د هغو عملونو باره کې چې دوی يې کوي.

15:94 نو ښکاره بیان کړه هغه چې تا ته حکم شوی دی، او مخ واړوه له مشرکانو څخه.

15:95 ستا له لوري موږ له ملنډو وهونكو څخه (د غچ اخيستلو) لپاره كافي يو.

15:96 هغه کسان چې له الله سره بل د عبادت وړ نیسي، ډېر ژر به دوى ته معلومه شي.

15:97 او موږ ته معلومه ده كومې خبرې چې دوى پر تا پورې كوي په هغو سره ستا زړه ته خپګان رسيږي.

15:98 نو تسبیح وایه سره د حمدونو د رب خپل، او شه له سجده کوونکو څخه.

15:99 او د خپل رب بندګي تر هغه چې مرګ درته راشي.

16:1 د الله فيصله راغله، اوس یې تلوار مه كوئ، هغه پاک دى او له هغه شرك نه پورته او لوړ دى چې دوی يې كوي.

16:2 له خپلو بندګانو چاته چې وغواړي، روح د ملايک په واسطه په خپل حكم پرې نازلوي چې (خلک) وپوهوئ، چې له ما پرته بل معبود نشته نو (يوازې) له ما ووېرېږئ.

16:3 هغه اسمانونه او ځمكه په حقه پيدا كړيدي، له هغه شرک څخه ډېر پورته او لوړ دى چې دوى يې كوي.

16:4 انسان یې له نطفې پېدا كړ، نو ترې یو څرګند جګړه مار جوړ شو.

16:5 څاروي یې (هم) پېدا كړيدي، چې په هغو كې تاسي لپاره ګرم پوښاك او نورې ګټې هم شته، او له هغو څخه خوراک هم كوئ.

16:6 په هغو كې تاسي لپاره ښكلا ده چې سهار يې د څرولو لپاره لېږئ او ماښام يې بېرته راولئ.