د رواد د ژباړې مرکز — 266
15:71 وویل (لوط -علیه السلام-): دغه زما لوڼي دي ( نکاح ورسره وکړئ) که چېرته تاسو تر سره کوونکي یاست.
15:72 قسم دی ستا په ژوند؛ یقینا دوی په خپله نشه کې دي پریشانه.
15:73 نو د لمر له څرك سره سم هغوى يوې قوي چغې ونيول.
15:74 او موږ هغه سيمه پر بل مخ نسكوره كړه او پر هغو مو د پخې شوې خټې د تيږو باران ووراوه.
15:75 په دې پېښه كې د ځيركو خلكو لپاره سترې نښانې دي.
15:76 او بې شکه دغه (کلي) خامخا پراته دي په لار سمه (چلنده) کې.
15:77 په هغې كې د عبرت درس دى هغو خلكو لپاره چې د ايمان خاوندان دي.
15:78 او یقینا وو خاوندان د بڼ (ځنګل) خامخا ظلم کوونکي.
15:79 نو بدل واخیست موږ له دوی څخه او یقینا خامخا دوی دواړه قومونه په مشهوره او ښکاره لاره باندې دي.
15:80 د حجر خلكو (د كندې اوسيدونكو ثموديانو) هم پېغمبران دروغجن ګڼلي وو.
15:81 او ورکړي وو موږ دوی ته ډیر معجزات خپل نو وو دوی له هغو (معجزو) څخه مخ ګرځوونکي.
15:82 او دوی به د غرونو نه تراشلې کوټې او په امن سره اوسیدونکي وو.
15:83 نو ونیول دوی لره یوې ناڅاپه چغې په وخت د سبا کې.
15:84 او د هغو ګټلې هغوی ته هېڅ په درد ونه خوړل.
15:85 او نه دي پیدا کړي موږ اسمانونه او ځمکه او هر هغه څه چې په منځ د دواړو کې دي مګر د حق د ښکاره کولو لپاره، او بې شکه قیامت خامخا راتلونکی دی نو مخ واړوه له دې خلکو څخه په ښایسته مخ اړولو سره.
15:86 بې شکه رب ستا دی ښه پیداکوونکی او پوهه دی په هر څه.
15:87 موږ تا ته اوه بیا تکرارېدونکې ايتونه دركړيدي، او تا ته مو ستر قراّن دركړيدى.
15:88 ته هغه سامانونو ته سترګې مه اړوه چې موږ له دوى څخه بيلابېلو خلكو ته وركړيدي، او مه د دوى پر حال خپل زړه ځوروه، او مومنانو ته د خواخوږۍ او مهربانۍ وزرې ښکته کړه.
15:89 او (نه منونكو ته) ووايه: بې شکه زه خو ښكاره څرګند اخطار وركوونكى يم.
15:90 دا هماغسې اخطار دى لكه چې مو تفرقه اچوونكو ته لېږلى و.