>

د رواد د ژباړې مرکز — 265

15:52 کله چې دوی ننوتل (ابراهیم -علیه السلام) ته نو وویل دوی موږ سلام کوو، هغه ورته وویل یقینا موږ له تاسي څخه ویریدونکي یو.

15:53 نو وویل (ملاېکو) مه ویریږه بې شکه موږ زیری کوو تا ته په هلک ډیر پوه سره.

15:54 ابراهيم علیه السلام وويل: آيا تاسي په دې زوړوالي كې ماته زېرى راكوئ؟ نو د څه زېرى راكوئ؟

15:55 وویل (ملائکو ابراهیم -علیه السلام- ته) چې زیری کړی دی موږ تا ته په یقیني خبره نو مه کیږه ته د ناهیلي کېدونکو څخه.

15:56 وویل (ابراهیم -علیه السلام-) ناهیلي نه ښکاره کوي د خپل رب له رحمت څخه مګر ګمراهان.

15:57 وويل (ابراهيم -علیه السلام-) نو څه دی لوی کار ستاسو ای رالیږل شویو ملاېکو.

15:58 وويل دوي بې شكه موږ رالیږل شوي د مجرمانو یو قوم پسې.

15:59 يوازې د لوط علیه السلام كورنۍ مستثنا ده، هغوى ټول به موږ وژغورو.

15:60 پرته د هغه (لوط -علیه السلام-) له میرمنې، مقرر کړې موږ چې یقینا دا به خامخا د پاتې کیدونکی څخه وي (په عذاب کې).

15:61 نو کله چې راغلل کورنۍ د لوط -علیه السلام- ته رالیږل شوي ملائک.

15:62 نو هغه وويل: تاسپ نا اشنا ښكارېږئ.

15:63 هغو ځواب وركړ: نه بلكې موږ له هماغه څه سره درته راغلې يو چې د هغه په راتګ كې دوی شک کاوه.

15:64 او راوړې ده موږ تا ته حق خبره او یقینا موږ خامخا ریښتیا ویونکي یو.

15:65 نو بوځه کورنۍ خپله په یوه برخه د شپې کې او ورپسې شاته روان شه، او وروسته دې نه ګوري هیڅ یو کس ستاسو څخه، او ځئ تاسې هغه ځای ته چې تاسو ته حکم شوی دی.

15:66 او فیصله واوروله موږ دې ته دغه فیصله چې یقنیا د دې کسانو جرړي به پرې کړای شي په وخت د سبا کې.

15:67 او راغلل د ښار والا چې خوشحالي یې ښکاره کوله.

15:68 (لوط علیه السلام) وويل: دوى زما مېلمانه دي، ما مه شرموئ.

15:69 له الله نه ووېرېږئ ما مه رسوا كوئ.

15:70 دوی وویل: آیا ته مو نه یې منع کړی د خلکو (د میلمه پالنې) څخه؟