د رواد د ژباړې مرکز — 260
14:34 او هر څه مو چې وغوښتل هغه يې دركړل او كه تاسو وغواړئ چې د الله نعمتونه وشمېرئ نو شمېرلى يې نه شئ، بې شكه انسان ډېر بې انصافه او نا شكره دى.
14:35 او كله چې ابراهيم وويل: زما ربه! دا يو د امن ښار وګرځوه او ما او زامن مې له دې وساتې چې د بتانو عبادت وکړو.
14:36 زما ربه! دغو (بتانو) خو زياتره خلك بې لارې كړي دي نو څوك چې ما پسې ولاړ هغه زما دى او چا چې زما مخالفت وكړ نو بيا هم ته مهربان بخښونكى يې.
14:37 زموږ ربه! بې شكه ما خپله ځينې اولاده په يو بې كښته ناو كې ستا د عزتمند كور خواته مېشت كړې ده، زموږ ربه! دا د دې لپاره چې دوى لمونځ ترسره كړي نو د خلكو زړونه د دوى په طرف وهڅوه او د هر ډول مېوو نه روزي وركړې چې دوى شكر وباسي.
14:38 زموږ ربه بې شکه تا ته هغه هم معلوم دي چې موږ يې پټوو او هغه څه هم چې څرګندوو يې او الله نه هيڅ شى نه په زمكه پټېډى شي او نه په اسمان كې.
14:39 هغه الله لره ستاينه ده چې بوډا توب كې يې اسماعيل او اسحاق (زامن) راكړل، بې شکه رب مې خامخا د دعا اورېدونكى دى.
14:40 زما ربه! ما (هم) ښه لمونځ كونكى وګرځوې او له اولادې مې هم (داسې خلك پيدا كړه) زموږ ربه! او دعا مو قبوله كړې.
14:41 زموږ ربه! ما ته بخښنه وكړې، مور او پلار ته مې او مومنانو ته، هغه ورځ چې حساب قائميږي.
14:42 او هيڅكله الله د ظالمانو له هغو عملونو بې خبره مه ګڼه چې دوى يې كوي، بې شکه خبره دا ده چې هغې ورځې ته يې ځنډوي چې سترګې به وركې رډې پاتې شي.