د رواد د ژباړې مرکز — 26
2:170 او کله چې دوی ته وویل شي چې تابعداري وکړئ د هغه حکم چې نازل کړی دی الله تعالی نو دوی وايي: بلکې موږ د هغه څه (دین) پيروي كوو چې موږ پر هغه خپل پلرونه (نيكونه) موندلي دي، که څه هم د دوی پلرونه په هیڅ نه پوهېدل او نه (حق ته) لارموندونکي وو.
2:171 او حال د هغو کسانو چې کافران شوي دي د هغو کسانو (د حال) په څېر دی، چې هغه چا ته نارې وهي چې هغه یوازې غږ او بلنه اوري او نور هیڅ هم نه اوري، (دوی) کاڼه، ګونګیان او ړانده دي، نو دوی عقل نه لري (چې حق ته لار ومومي).
2:172 اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، خورئ تاسې! له پاکو حلالو هغو شیانو څخه چې موږ تاسې ته درکړي دي او د الله تعالی شکر وباسئ (په دغو حلالو شیانو) که چېرې (په ریښتیا) یوازې د هغه (الله) بندګي کوونکي یاست.
2:173 بېشکه (الله) پر تاسې حرام کړي دي خوړل د مردارې او وینې او د خوګ (خنزیر) د غوښې او هغه حلال کړل شوي څاروي چې د ذبحې پر مهال له الله پرته د بل چا نوم پرې اخيستل شوى وي (دا ټول یې حرام کړي دي)، پس که څوک د ضرورت له مخې (د دې شیانو خوړلو ته) اړ شول، پرته له دې چې د الهي حكم ماتولو اراده ولري يا له حده تېری وكړي، بېشکه چې الله تعالی لوی بخښونکی مهربان دی.
2:174 بېشکه هغه کسان چې د الله د نازل کړل شوي کتاب شیان (حکمتونه) پټوي او پر هغو لږه (دنیایي) ګټه اخلي، نو دغه کسان خپلو خېټو کې له اور پرته بل څه نه خوري، او د قیامت په ورځ به الله له دوی سره خبرې و نه کړي (په خوښئ سره) او نه به دوی (له کفر څخه) پاک کړل شي او د دوی لپاره به دردناک عذاب وي.
2:175 دوی هغه کسان دي چې ګمراهي یې د هدایت په بدل کې او عذاب یې د بخښنې (مغفرت) په بدل کې اخیستی (غوره کړی دی)، نو (ځای د تعجب دی چې) دوی د اور په مقابل کې څومره زغم لري!
2:176 دا د دې لپاره چې الله تعالی په حق سره کتاب نازل کړی دی او هغه کسان چې اختلاف يې کړی دی په کتاب کې نو هغوى په خپلو لانجو كې له حق نه ډېر لرې دي.