د رواد د ژباړې مرکز — 256
14:6 او كله چې موسى خپل قوم ته وويل: پر تاسو د الله هغه نعمت درياد كړئ چې له فرعونیانو يې وژغورلئ، چې تاسو به يې سخت كړولئ، زامن به يې درته حلالول او ښځې به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې مو د خپل رب له لوري لوى ازميښت و.
14:7 او كله چې خپل رب مو خبردار كړئ چې كه شكر مو ووېستو نو خامخا به (نعمتونه) در زيات كړم، او كه ناشكري مو وكړه نو بې شکه زما عذاب ډېر سخت دى.
14:8 او كله چې موسى وويل: كه تاسو او څوك چې په زمكه كې دي ټول كافران شي نو بې شكه (بيا هم) الله خامخا بې نيازه ستايل شوى دى.
14:9 اّيا تاسو ته د ړومبنيو خلكو څه خبر ندى راغلى؟ د نوح قوم، عاديان، ثموديان او تر دوى وروسته خلكو چې الله نه پرته بل چا ته ندي معلوم، چې زموږ پېغمبران له څرګندو نښو سره ورغلي وو خو هغوى پر خپلو خولو لاسونه كېښودل او ويل يې چې له كوم پيغام سره تاسو راغلي ياست موږ هغه نه منو او بې شکه موږ د هغه څه په هكله چې تاسو مو وربولئ پرېشانوونكي شك كې يو.
14:10 پېغمبرانو يې وويل: اّيا په الله كې شك دى چې د اسمانو او زمكې پيدا كوونكى دى، تاسو ته بلنه دركوي چې څه ګناهونه مو درته وبخښي او تر يوې ټاكلې مودې پورې مهلت دركړي، دوى وويل: نه یاست تاسي مګر زموږ په شان بشر ياست، غواړئ له هغه څه مو ايسار كړئ چې زموږ پلرونو یې عبادت کولو، پس يو څرګند دليل خو راته راوړئ.