>

د رواد د ژباړې مرکز — 254

13:35 د هغه جنت مثال چې له پرهیزګارانو سره يې ژمنه شوې، (داسې دی) چې ويالې به يې ترې لاندې بهيږي، مېوې به يې هم همېشنۍ وي او سيورى يې هم، همدا د هغو كسانو انجام دى چې تقوى يې كړې خو د كافرانو انجام اور دى.

13:36 او هغوى ته مو چې كتاب وركړى په هغه څه خوښيږي چې تا ته نازل شوي او بېلا بېلو ډلو كې داسې كسان شته چې ځينې (احكام) يې نه مني. ورته ووايه: زه خو ايله په دې ګومارل شوى يم چې يوازى د الله عبادت وکړم او شريك ورسره ونه نيسم، د هغه لور ته بلنه كوم او د هماغه لور ته مې ورستنېدل دي.

13:37 او همدغه شان پر تا مو هم دغه عربي فرمان نازل كړى او كه وروسته له هغه چې تا ته له دې پوهنې هم څه راغلي دي، بيا هم د هغوې په هوسونو پسې لاړ شې نو بيا به تا لره نه له الله نه څوك (بچ كوونكى) ملګرى وي او نه كوم ساتونكى.

13:38 او له تا څخه مخكى مو هم پېغمبران لېږلي وو او هغوى ته مو هم مېرمنې او اولادې وركړې وې، او هيڅ كوم رسول ته هم دا واك نه و چې د الله له حكمه پرته يې كومه نښه راوړې واى د هر وخت لپاره يو كتاب (يا يو حكم) دى.

13:39 الله چې څه غواړي هغه له منځه وړي او څه ثابت پاتې كوي او هماغه سره د كتاب اصل دى.

13:40 او كه څه نا څه هغه عذاب چې دوى سره يې ژمنه كوو ستا په ژوندانه دروښايو او يا دې (ترې مخكې) وفات كړو نو پر تا خو يې تبليغ او پر موږ حساب كول دي.

13:41 آیا نه ګوري چې موږ دغې سيمې ته ورځو او له څنډو يې وركموو؟ او الله حکم كوي، هيڅوك يې د حكم بېرته ګرځوونكى نشته او هماغه زر حساب كونكى دى.

13:42 او له دوى مخكې چې څوك وو هغوى هم فريبونه چلولي دي خو (په اصل كې) ټول تدبير الله لره دى، هغه ته معلومه ده چې هر څوك څه ترلاسه كوي او دغه منكران به زر وپوهيږي چې د آخرت ښه انجام به د چا وي.