>

د رواد د ژباړې مرکز — 252

13:19 اّيا نو هغه څوك چې پوهيږي چې كوم كتاب تا ته د خپل رب له لوري نازل شوى (بالكل) حق دى، د هغه چا په شان دى چې هغه ړوند وي، خبره دا ده چې پند خو يوازې هوښياران اخلي.

13:20 هغوى چې الله سره كړى لوظ پوره كوي او (هغه) تړون نه ماتوي.

13:21 او هغوى چې هغه اړيكې ټينګوي چې الله يې د ټينګولو امر كړى او له خپل ربه ډاريږي او له بد حسابه وېره لري.

13:22 او هغوى چې صبر كوي د خپل رب د رضا په لټون او لمونځ كوي او پټ او ښكاره له هغې روزي نه لګښت (خيرات) كوي چې موږ وركړې ده او د بدۍ مخنيوى په نېكۍ سره كوي، د همدې خلكو لپاره د آخرت كور دى.

13:23 د تل اوسېدلو جنتونه چې هم به دوى ورننوځي او هم به يې له پلرونو، ښځو او اولادې څوك چې صالحان وي او پرېښتې به هم له هرې دروازې ورننوځي.

13:24 پر تاسو دې سلامتيا وي چې صبر مو وكړ، نو څه ښه دى دغه د اخرت كور.

13:25 او هغوى چې الله سره كړى لوظ له ټينګولو وروسته هم ماتوي او هغه اړيكې شلوي چې الله يې د ټينګولو امر كړى او پر زمكه فساد كوي، د هغوى لپاره لعنت او د هغوى لپاره د اخرت ناكاره كور دي.

13:26 هر چا ته چې الله وغواړي روزي یې پراخوي او تنګوي، او هغوى (كفار) د دنيا په ژوند خوشاله شوي حال دا چې د دنيا ژوند د اخرت په مقابل كې له يوې ناچيزې متاع پرته بل هېڅ شى نه دى.

13:27 او هغه كسان چې كافر شوي وايي ولې پر ده باندې كومه نښه د خپل رب له لوري نده نازله شوې؟ ورته وايه چا ته چې الله یې وغواړي بې لارې كوي يې او خپل لور ته د ورتللو سمه لار هغه چا ته ښايي چې ده ته ورګرځېدلى وى.

13:28 هغوى چې ايمان راوړى او د الله په يادولو يې زړونه ډاډه شوي خبردار اوسئ چې زړونه خو د الله په ياد ډاډه كيږي.