د رواد د ژباړې مرکز — 250
13:6 او دوى له تا نه تر نېكۍ مخكې بدي په تلوار غواړي، حال دا چې له دوى مخكې هم عذابونه (او مثالونه يې) تېر شوي او بې شکه ستا رب پر خلكو د هغوى د ظلم سره هم د بخښنې څښتن دى او بې شکه ستا رب سخت سزا وركوونكى (هم) دى.
13:7 او وايي هغه کسان چې کافران شوي: ولې د خپل رب له لورې څه نښه پرې نازله نه شوه؟ خبره دا ده چې ته خو يوازې وېروونكى يې او د هر قوم لپاره يو لارښود دى.
13:8 الله ښه پوهېږي د هرې ښځينې په هغه بار چې اخلي يې او پر هغه چې رحمونه يې كموي او زياتوي او هر څه له هغه سره په ټاكلې اندازه دي.
13:9 په پټ او ښكاره پوه، ستر او لوړ دى.
13:10 هغه ته برابره ده كه تاسو نه څوك په ورو ورو خبره كوي، كه په زوره او څوك چې د شپې پټېدونكى دى او كه د ورځې روان دى.
13:11 هغه (انسان) لره وړاندې وروسته څارونكي وار په وار راتلونكي پريښتې دي چې د الله په امر يې ساتنه كوي، بې شكه الله تر هغه د يو قوم حالت نه بدلوي څو چې هغوى خپل اوصاف نه وي بدل كړي، او كله چې الله كوم قوم ته د بدۍ اراده وكړي نو بيا يې بېرته ګرځېدل نشته او نه بيا د هغوى لپاره پرته له هغه څوك ملګرى.
13:12 دى هماغه ذات دى چې برېښنا درښايي له وېرې او هيلې لپاره او درنې وريځې راپورته كوي.
13:13 يوه پرېښته (رعد) له ستاينې سره د هغه پاكي بيانوي او نورې پرېښتې يې له وېرې (پاكي وايي) او تندرونه راليږي نو چا ته يې چې خوښه شي پرې غورځوي يې په داسى حال كې چې دوى د الله په اړه شخړې كوي او د هغه سزا او نيول ډېر سخت دي.