>

د رواد د ژباړې مرکز — 248

12:104 او له دوى نه خو څه بدله پرې نه غواړې، دا خو د ټولو نړيوالو لپاره له يو درس نه پرته بل څه ندى.

12:105 او څومره نښانې دي په آسمانو او ځمكه كې چې دوى ورباندې تېريږي خو (تل) د هغو نه څنګ كوونكي دي.

12:106 او زياتره يې د الله منونكي نه دي مګر داسې چې شرک كوونكي وي.

12:107 اّيا لدې ډاډه دي چې د الله د عذاب كومه بلا به ورباندې راشي يا ناڅاپي ډول د قيامت ساعت چې دوى به خبر هم نه وي.

12:108 ورته وايه: همدغه زما لاره ده چې د الله په لور بلنه كوم، هم زه او هم زما ملګري په څرګند حقيقت (روان يو) او الله لره پاكي ده او زه له مشركانو څخه نه يم.

12:109 او له تا مخكې مو هم پرته له سړيو بل څوک نه وو لېږلي، چې وحي مو ورته كوله، د كليو د خلكو نه، آيا نو دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې وګوري د هغو خلكو انجام څنګه شو كوم چې دوى نه مخكې وو، او د آخرت كور خامخا د هغو خلكو لپاره ډېر غوره دى چې تقوى كوي، آيا نو عقل نه كاروئ.

12:110 تر دې چې پېغمبران ناهيلي شول (د خلکو له ایمان راوړلو) او (خلکو) ګومان وكړ چې دروغجن کړل شول، ناڅاپه زموږ مرسته ورته راغله نو چاته مو چې خوښه وه هغه وژغورل شول او له مجرمانو خو زموږ عذاب (هېڅكله) نه ګرځول كيږي.

12:111 د هغوى په دې كيسو كې خامخا د هوښيارانو لپاره عبرت دى، دا څه له ځانه جوړې خبرى نه دي، بلكې د هغه څه تصديق دى چې ترې مخكى (نازل شوى) وو او د هر شي بېل بېل بيان او د مومنانو لپاره هدايت او رحمت دى.