>

د رواد د ژباړې مرکز — 246

12:87 اې زما زامنو ځئ، د يوسف او د هغه د ورور پلټنه وكړئ او د الله له رحمته مه ناهيلي كيږئ، حقيقت دا دى چې د هغه له رحمته پرته له كافرانو بل څوک نه ناهيلي كيږي.

12:88 نو كله چې پر هغه ورننوتل وېلې ای عزيزه! موږ او زموږ كورنۍ ډېره كړېدلې او پانګه مو هم نيمګړې غوندې راوړې ده نو موږ ته پوره پيمانه راكړه او خيرات هم راباندې وكړه، بې شكه الله خيرات کوونكو ته بدله وركوي.

12:89 وېلې آيا هغه (کړنې) در معلومې دي چې له يوسف او د هغه له ورور سره مو وكړې، هغه وخت چې تاسو ناپوهان وئ.

12:90 هغوى وويل: آيا خامخا همدا ته يوسف يې؟ ويلې (هو) زه يوسف او دا مې ورور دى چې ریښتيا هم الله احسان راباندې كړى، بې شکه څوک چې (الله څخه) وېرېږي او صبر كوي نو بې شكه الله د نېكانو بدله نه ضايع كوي.

12:91 هغوى وويل: قسم په الله چې خامخا الله پر موږ غوره كړى يې او بې شكه چې موږ خطا كاران وو.

12:92 يوسف وويل: نن پر تاسو كومه پړه نشته، الله دې بخښنه درته وكړي او هماغه تر ټولو زيات لوروونكى دى.

12:93 زما دا كميس يوسئ او زما د پلار پرمخ يې ورواچوئ چې بېرته ليدونكى شي، او كورنۍ مو ټوله ماته راولئ.

12:94 او كله چې كاروان (له مصره) را بېل شو، پلار يې (يعقوب) وويل بې شکه ما ته د يوسف بوى راځي، كه چېرې مې كم عقله نه بولئ.

12:95 هغوى ويل: په الله قسم ته خو دې لا په هماغه زاړه سودايي توب كې يې.