>

د رواد د ژباړې مرکز — 244

12:70 نو كله چې یې د هغوى سامان چمتو كړ، خپل جام يې د خپل ورور په بار كې كېښود بيا يو آواز كوونكي نارې كړې چې ای كاروانيانو تاسو خامخا غله ياست.

12:71 هغوى وويل او مخ يې پرې راواړولو چې څه شى مو ورک دي.

12:72 هغوى وويل د باچا پيمانه مو وركه كړې ده او چا چې راوړه هغه ته د يو اوښ بار ډالۍ ده او زه ذمه وار يم.

12:73 هغوى وويل: په الله قسم دى موږ د دې لپاره نه يو راغلي چې په ځمكه كې فساد جوړ كړو او نه غله يو.

12:74 ویې وېلې نو سزا به يې څه وي كه تاسو دروغجن وئ.

12:75 هغوى وويل: سزا يې دا ده چې د هر چا بار كې وموندل شوه نو هغه به خپله په سزا كې ځي، ظالمانو ته همدغه شان سزا وركوو.

12:76 نو د هغه د ورور له بار څخه مخکې يې د هغوى په بارونو پيل وكړ بيا يې د ورور له باره راواېستله، همداسې مو يوسف ته يو تدبير وښوده، د باچا په قانون کې (ممکن) نه و چې دی دې خپل ورور راونیسي مګر دا چې الله څه وغواړي، هر چاته مو چې خوښ شي درجې يې اوچتوو او د پوهې د هر څښتن دپاسه بل پوه شته دى.

12:77 هغوى وويل: كه دى غلا كوي نو ورور يې هم لا ړومبى غلا كړې وه، نو يوسف دا خبره په زړه كې پټه وساتله او ورته څرګنده يې نكړه، (پټ) يې وويل: تاسو په مرتبه كې لا ډېر بدتر ياست او الله په هغه څه ښه پوه دى چې تاسو يې بيانوئ.

12:78 دوى وويل: ای عزيزه! د ده يو زوړ سپين ږيرى پلار دى نو د ده پر ځاى له موږ څخه كوم يو ونيسه، موږ دې له نېكانو څخه وينو.