>

د رواد د ژباړې مرکز — 242

12:53 او زه د خپل نفس پاكي نه وايم، نفس خو خامخا پر بدۍ هڅوونكى دى، پرته له هغه چې زما رب ورباندې رحم وكړي، بې شکه زما رب بخښونكى مهربان دى.

12:54 او باچا وويل: هغه ماته راولئ چې ځان ته یې یوازې کړم، نو كله چې ورسره وغږېده ویې ویل: نن ته موږ سره د ډاډ وړ قدرمن یې.

12:55 (يوسف) وويل: (ښه نو) ما د ځمكې پر خزانو وټاكه، زه ډېر پوه ساتونكى يم.

12:56 او په همدې توګه مو يوسف ته په ځمكه كې ځاى وركړ، چې كوم ځاى به يې خوښ و، هلته به اوسېدلو، چاته مو چې خوښه وي (همدغه شان) خپل رحمت ور رسوو او موږ د نېكانو بدله نه ضايع كوو.

12:57 او د اّخرت بدله خامخا هغو كسانو ته ډېره غوره ده چې ايمان يې راوړى او ځان به يې (له ګناه) ساتلو.

12:58 او د يوسف ورونه راغلل او پرې ورننوتل نو هغه دوى وپېژندل خو دوى د يوسف سره نا اشنا وو.

12:59 او كله چې یې دوى ته خپل سامان چمتو كړ، ویې ويل: خپل مېرنى ورور مو ماته راولئ، نه ګورئ چې زه پوره پيمانه دركوم او غوره ميلمه پال يم.

12:60 او كه هغه مو رانه وستلو بيا نو ماسره ستاسو لپاره نه پيمانه شته او نه به ماته نږدې راځئ.

12:61 دوى وويل: موږ به يې له پلاره غوښتنه وكړو او خامخا د دې كار كوونكي يو.

12:62 او خپلو مريانو ته يې وويل چې د دوى پانګه بېرته په خپلو څټو (بارونو) كې ورته واچوئ، ښايې دوى يې وپېژني كله چې خپل كور ته ورګرځي او بيا هم راستانه شي.

12:63 نو كله چې خپل پلار ته ورستانه شول ويلې اى زموږ پلاره! موږ نه پيمانه ايساره كړی شوې ده نو ورور مو راسره واستوه چې پيمانه واخلو او موږ خامخا د هغه ساتونكي يو.