د رواد د ژباړې مرکز — 241
12:44 هغوى وويل دا خو ګډوډ خيالي خوبونه دي او موږ د ګډوډو خيالي خوبونو په معنا نه پوهېږو.
12:45 او له هماغو دوو نه چې كوم كس بچ شوى و او هغه ته له ډېرې مودې وروسته ورياد شو، وويل: زه به مو د دې په تعبیر خبر كړم نو ما واستوئ.
12:46 يوسفه! اې رښتينيه! موږ ته حكم راكړه په اوو څربو غواګانو كې چې اوه خوارې يې خوري او اوه شنو وږو او نورو وچو كې، ښايي زه هغو خلكو ته ورستون شم د دې لپاره چې دوى وپوهېږي.
12:47 ورته ويې ويل: اوه كاله به تاسي پرله پسې په كرهڼه بوخت ياست، نو څه مو چې لو كړل هغه (ټول) په خپل وږي كې پرېږدئ، پرته له هغه چې تاسو يې خورئ.
12:48 بيا به له دې وروسته اوه كلونه ډېر سخت راشي چې ټول هغه څه به پكې وخوړل شي كوم چې تاسو ورته ساتلي و پرته له هغه چې تاسو يې (تخم لپاره) ساتئ.
12:49 بيا له دى وروسته يو بل كال راځي چې په هغه كې به (بارانونو سره) د خلكو فرياد واورېدل شي او په هغه كې به وزبېښي.
12:50 او باچا وويل: هغه ماته راولئ، خو كله چې استازى ورغلو ويلې خپل رب (باچا) ته دې بېرته ورشه، ويې پوښته چې د هغو ښځو څه حالت و چې خپل لاسونه يې غوڅ كړي وو؟ بې شكه زما رب د هغوى په مكارۍ ډېر ښه پوه دى.
12:51 باچا وويل: (ای ښځو) ستاسو څه حال و كله چې د يوسف د ځان غوښتلو هڅه مو كړې وه؟ ټولو ښځو وويل: الله لره پاكي ده، موږ خو د هغه په هېڅ بدۍ نه يو پوه شوي؛ د عزيز ښځې وويل: اوس حق څرګند شو، ما هغه نه د هغه ځان غوښتلی و، او هغه بې شكه له ریښتينو څخه و.
12:52 دا له دې کبله چې وپوهيږي (عزيز) چې ما په غياب كې هم له ده سره خيانت نه دى كړى، او دا چې بې شکه الله د خيانت ګرو چلونه د بري په لاره نه سموي.