د رواد د ژباړې مرکز — 240
12:38 او ما د خپلو پلرونو ابراهيم، اسحاق او يعقوب د دين پېروي كړې، موږ ته نه ښايي چې الله سره كوم شى شريک وګڼو دا پر موږ او نورو (ټولو) خلكو د الله يو فضل دى خو زياتره خلک شكر نه باسي.
12:39 اى زما د زندان ملګرو! آيا ډېر بېلا بېل معبودان غوره دي كه هماغه يو برلاسى الله؟
12:40 تاسو د الله تعالی پرته د بل شي عبادت نه کوئ مګر هسې نومونه دي چې تاسو او ستاسو پلرونو پرې ایښې دي الله تعالی پرې کوم دلیل نه دی نازل کړی، پرېکړه له هغه پرته د بل چا نده، امر يې كړى چې له هغه پرته د بل هيچا عبادت مه کوئ، همدا سم دين دى خو زياتره خلک نه پوهېږي.
12:41 اى زما د زندان دوه ملګرو ستاسو يو تن به خپل رب (د مصر باچا) باندې شراب څښي، او دا بل به په سولۍ (دار) كړى شي نو مرغان به يې (غوښې) له سر څخه خوري، هغه كار فيصله شوى دى چې تاسو یې له ما پوښتنه كوئ.
12:42 او هغه كس ته یې وویل چې ګومان يې كولو چې بچ كېدونكى دى له دوی دواړه څخه: خپل رب (د مصر باچا) ته دې زما يادونه وكړه خو خپل رب ته د هغه وريادول ترې شيطان هېر كړل، نو دى په زندان كې څو كاله (نور هم) پاتې شو.
12:43 او باچا وويل: ما په خوب كې وليدل چې اووه څربې غواوې دي چې اووه خوارې غواوې يې خوري او اووه شنه وږي او نور وچ، ای درباريانو! ما ته مې د خوب معنا وكړئ كه تاسو د خوب تعبیر كولى شئ.