د رواد د ژباړې مرکز — 238
12:23 او هغې ښځې چې دى يې په كور كې اوسېده په چل ول خپل لور ته د هغه توجه راګرځوله او ورونه (دروازې) يې کلک وتړل او ويې ويل: زما خواته راشه، هغه وويل: په الله پورې پناه غواړم، زما رب خو ما ته ښه قدر او منزلت راكړى، په حقيقت كې داسې ظالمان برى نشي موندلى.
12:24 او خامخا ده ته ورمخكې شوه او دى به هم ورمخكې شوى واى كه د خپل رب څرګند دليل يې نه وى ليدلى، همداسې وشو، تر څو له هغه نه بدي او بې حيايي واړوو، بې شکه هغه زموږ له غوره شویو بندګانو څخه و.
12:25 او دواړو دروازې ته سره منډې کړلې او هغې له څټه د ده كميس ورڅيرې كړ، او په وره (دروازه) كې دواړو د هغې خاوند بياموند، ښځې وويل: د هغه چا سزا څه ده چې ستا كورنۍ ته يې د بدۍ اراده كړې وي، پرته له دې چې بندي شي يا دردناک عذاب وي.
12:26 يوسف وويل: دې خپله ماته د ځان ست وكړ او د همدې له ټبره يو چا شاهدي وركړه چې كه د هغه كميس له مخې نه شلېدلى وي نو ښځې رښتيا ويلي او دى له دروغجنو څخه دى.
12:27 او كه چېرې كميس يې له څټه شلېدلى وي نو هغې دروغ ويلي او دى له ریښتينو دى.
12:28 نو كله چې كميس يې له څټه شلېدلى وليد، وېلې بې شكه دا هم ستاسو د ښځو مكرونه دي، بې شکه ستاسي فريب ډېر لوى دى.
12:29 يوسفه! له دې خبرې تېر شه، او (ای ښځې!) ته د خپلې ګناه بخښنه وغواړه، بې شکه همدا ته خطا كاره يې.
12:30 او په ښار كې ښځو وويل: د عزيز مېرمن په خپل زلمي غلام پسې شوې او د هغه مينې يې زړه ورسورى كړى، موږ خو هغه يقيناً په ښكاره بې لاريتوب كې وينو.