د رواد د ژباړې مرکز — 236
12:5 ويلې اې بچیه! خپلو وروڼو ته دې خوب مه بيانوه، بيا به تاته څه چل جوړ كړي، بې شکه شيطان د انسان يو څرګند غليم (دښمن) دى.
12:6 او همداسې به دې خپل رب غوره كړي او تاته به (اصل واقعيت ته) د خبرو ورګرځول وښايي او خپل نعمت به پر تا او د يعقوب (علیه السلام) پر ټبر پوره كړي لكه چې مخكې يې ستا په دوو پلرونو ابراهيم او اسحاق (علیهما السلام) پوره كړى و، بې شكه ستا رب پوه ځيرک دى.
12:7 خامخا په يوسف (علیه السلام) او ورونو كې يې د پوښتنو کوونكو لپاره (ډېرې) نښانې دي.
12:8 كله چې ورونو یې وويل: بې شکه زموږ پلار ته يوسف (علیه السلام) او ورور يې تر موږ ډېر ګران دي حال دا چې موږ يوه پوره ډله يو، بې شكه زموږ پلار په ښكاره خطا كې دى.
12:9 يوسف ووژنئ يا يې په كومه ځمكه وغورځوئ چې د پلار توجه مو درته ځانګړې شي او له دې وروسته به بېرته سم نېكان خلک شئ.
12:10 له دوى څخه يو ويونكي وويل: يوسف مه وژنئ، او په كوم تياره كوهي كې وغورځوئ، څوک تلونكى كاروان به يې راواخلي که چېرې څه کوونکي یاست.
12:11 وويلې دوی ای زموږ پلاره! څه خبره ده چې د يوسف په هكله باور راباندې نه كوې، حال دا چې بې شکه موږ د هغه خواخوږي يو.
12:12 سبا يې موږ سره واستوه چې مېوې وخوري او لوبي وكړي او موږ خو حتماً د هغه ساتونكي يو.
12:13 وويلې (یعقوب علیه السلام): دا مې اندېښمنوي چې تاسو يې بوځئ او وېرېږم چې لېوه به يې وخوري او تاسي به ترې غافل ياست.
12:14 دوى ويل: كه لېوه يې را څخه وخوري حال دا چې موږ يوه قوي ډله يو نو بيا خو به موږ خامخا تاوانيان يو.