>

د رواد د ژباړې مرکز — 235

11:118 او كه ستا رب غوښتي وى نو ټول خلک به يې يوه ډله ګرځولي وو، خو (داسې يې ونه كړه) دوى به همېشه سره اختلاف كوونكي وي.

11:119 پرته له هغه کسانو چې رب دې رحم پرې كړى وي، او د همدې لپاره خو يې پيدا كړي دي، او ستا د رب هغه وينا ترسره شوه چې (ويلي يې وو) زه به جهنم له پېريانو او انسانانو ټولو ډكوم.

11:120 او د پېغمبرانو دا ټول خبرونه چې پرتا يې لولو هغه (دي) چې ستا زړه پرې ډاډه كوو، او په دغو كې تا ته حق او نصيحت او د مومنانو لپاره پند راغلى دى.

11:121 او هغو خلكو ته چې ايمان نه راوړي، ووايه چې تاسو په خپله طریقه عمل كوئ موږ په خپله طریقه عمل كوونكي يو.

11:122 او انتظار كوئ موږ هم انتظار كوونكي يو.

11:123 او خاص الله لره دى (علم په) غيب د آسمانونو او ځمكې او ټول امر (چارې) هماغه ته ورګرځولى شي نو د هغه عبادت وکړه او پر هماغه بروسه كوه او ستا رب له هغو چارو ناخبره ندى چې تاسو يې كوئ.

12:1 الر،[1] دا د واضح كتاب آیتونه دي.

12:2 بې شكه هغه مو يو عربي قرآن نازل كړى چې تاسو پوه شئ.

12:3 موږ پر تا له ټولو ښایسته كيسه بيانوو، په دې چې تاته مو دا قرآن وحي كړى دى او بې شكه له دې مخكې خو ته له ناخبرو څخه وي.

12:4 كله چې يوسف (علیه السلام) خپل پلار ته وويل: زما پلار جانه! ما په خوب كې وليدل چې يوولس ستوري، لمر او سپوږمۍ ما ته سجده كوونكي وي.