>

د رواد د ژباړې مرکز — 234

11:109 نو ته د هغه څه په اړه شک كې مه لوېږه چې دا خلک يې عبادت کوي، دوى یوازې هماغسې عبادت كوي لكه چې مخكې يې پلرونو كولو او بې شکه موږ پرته له څه نيمګړتيا د هغوى د برخې پوره وركوونكي يو.

11:110 او بې شكه موسى (علیه السلام) ته مو كتاب وركړى و خو په هغه كې هم اختلاف وشو او كه ستا د رب له خوا مخكې يوه خبره نه وى شوې نو (اوس) به يې ترمنځ پرېکړه شوې وه، او بې شکه دوى د هغه په اړه په پرېشانوونكي شک كې دي.

11:111 او بې شكه ستا رب به دوى ټولو ته خپلې پوره بدلې وركړي، يقيناً هغه د دوى په كړو وړو ښه خبر دى.

11:112 نو ته او تا سره چې چا توبه اېستلې په هماغه لاره ټينګ اونېغ اوسئ څنګه چې درته امر شوى او سرکښي مه کوئ، بې شكه هغه ستاسو په كړو وړو ليدونكى دى.

11:113 او هغو خلكو ته مه ور كږېږئ چې ظلم يې كړې، بيا به اور در ورسي، او نه به وي تاسو ته له الله پرته دوستان، بیا به درسره مرسته ونشي.

11:114 او د ورځې دواړو خواو او د شپې څه شېبو كې لمونځ ترسره كوه بې شکه نيكي بدي له منځه وړي، دا پند اخيستونكو لپاره يوه يادونه ده.

11:115 او صبر كوه، ځكه چې بې شکه الله د نيكي كوونكو اجر نه ضايع كوي.

11:116 نو ولې تاسو نه مخكې قومونو كې داسې د خير خلک موجود نه شول چې په ځمكه كې يې له فساده منع كړي وى، پرته له هغو لږو كسانو چې هغوى مو ترې وژغورل، او هغه چې ظالمان وو نو په هغو خوندونو پسې شول چې دوى پكې سوكاله شوي وو، او دوی مجرمان وو.

11:117 او ستا رب داسې نه دى چې په ظلم سره كلي تباه كړي حال دا چې اوسېدونكي يې سمون راوستونكي وي.