د رواد د ژباړې مرکز — 231
11:82 نو كله چې زموږ حكم راغى لاندې باندې (نسكور) مو كړل، او پرله پسې مو داسې كاڼي پرې واورول چې له خټو جوړ، په اور پاخه شوي وو.
11:83 ستا د رب په وړاندې نښانه شوي (كاڼي)، او دا (عذاب) له ظالمانو څه لرې نه دى.
11:84 او مدين ته مو د هغوى ورور شعيب ورواستولو، ويې ويل: اى قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته (په حق سره) ستاسو كوم بل معبود نشته، او پيمانه او تله كې كمى مه كوئ، زه مو (نن) په ښه حال ګورم او زه پر تاسو د چاپېرېدونكې ورځې له عذابه وېرېږم.
11:85 اواى قومه پیمانه او تله په انصاف سره پوره كوئ او له خلكو یې شيان مه کموئ او په ځمكه كې ورانکاري مه ګرځئ.
11:86 پاتې ګټه د الله له لوري تاسو ته غوره ده که چېرې تاسو مومنان یاست، او زه ستاسي ساتونکی نه یم.
11:87 هغوی وویل: ای شعیبه! آیا لمونځ دې امر درته کوي چې هغه څه پرېږدو چې پلرونو مو یې عبادت کاوه، یا دا چې په خپلو شتمنیو کې هغه څه ونکړو چې غواړو یې؟ ته په ریښتیا زغمونکی، هوښیار یې.
11:88 ويلې: اى قومه! آيا وينئ كه زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل (ولاړ) يم او له خپلې خوا يې ښه روزي هم راكړې وي، او دا هم نه غواړم چې له كومو كارو تاسو ايساروم، هغه په خپله وكړم، زه (ستاسو) له اصلاح پرته بل څه نه غواړم څومره چې كولى شم، او دا توفيق مې هم يوازې په الله دى، په هماغه مې بروسه ده او د هماغه لور ته ورګرځم.