>

د رواد د ژباړې مرکز — 230

11:72 هغې وويل ای زما افسوسه! اوس به يې زېږوم چې بوډۍ شوم او دا خاوند مې هم بوډا دى، بې شكه دا يو عجيبه شى (کار) دى.

11:73 هغوى (پرښتو) ويل: آيا د الله له کاره تعجب كوې؟ ای د (دې) كور خلكو! د الله رحمت او بركتونه دې پر تاسو وي، بې شكه هغه ستايل شوى او د لوى شان والا دى.

11:74 بيا كله چې له ابراهيم (علیه السلام) څخه ویره لرې شوه او زيرې ورته راغی نو د لوط (علیه السلام) د قوم په اړه یې له موږ سره شخړه کوله.

11:75 بې شکه ابراهيم (علیه السلام) د ډېر زغم او نرم زړه خاوند او الله ته ورګرځېدونکی و.

11:76 ای ابراهيمه! له دې تېر شه بې شكه چې ستا د رب حكم راغلى دى، او دوى ته نه ايسارېدونكى عذاب راتلونكى دى.

11:77 او كله چې زموږ پریښتې لوط (علیه السلام) ته ورغلې نو د هغو په راتګ سره هغه ډېر ناخوښه او زړه تنګى شو او ويې ويل چې نن ډېره سخته ورځ ده.

11:78 او قوم يې په منډه ورته راغى او دوی وړاندې هم بد كارونه كول، ويلې اى قومه! دا زما لوڼې ستاسو لپاره ډېرې پاكې دي، نو الله نه ووېرېږى او ما د خپلو مېلمنو په هكله مه شرموئ، آيا په تاسو كې څوک پوهېدونكى سړى نشته؟

11:79 هغوى ويل: تاته خو معلومه ده چې ستا په لوڼو كې زموږ څه حاجت نشته او ته په دې هم پوهېږي چې موږ څه غواړو.

11:80 هغه وويل: كاشكې مې ستاسو په خلاف ځواک درلودلای یا مې پیاوړې اسرې ته پناه وړلی شوی.

11:81 ويلې اى لوطه! موږ ستا د رب استازي يو، دوى هېڅ (ضرر) نه شي در رسولى، نو د شپې په يوه برخه كې خپله كورنۍ روانه كړه او هېڅوك دې له تاسو بېرته نه راګوري، پرته له مېرمنې دې، يقيناً هغې ته هغه (عذاب) رسېدونكى دى چې هغوى ته ور رسيږى بې شكه د هغوى نېټه سهار ده، آيا سهار نږدې نه دى؟