د رواد د ژباړې مرکز — 229
11:63 ويې ويل ای قومه! كه چېرې زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل (ولاړ) يم او له خپلې خوا يې يو رحمت هم راكړى وي نو كه اوس يې سرغړونه وكړم څوک به مې مرسته وكړي، نو تاسو خو ماته پرته له تاوانه بل څه نه را زياتوئ.
11:64 او اى زما قومه! دا د الله اوښه ستاسي له پاره يوه نښانه ده، نو دا پرېږدئ چې د الله پر ځمكه څري، او په بدۍ لاس مه وروړئ (كنه) بيا به مو نږدې (وخت كې يو) عذاب راونيسي.
11:65 خو هغه يې ټپي او مړه كړه، نو ورته ويې ويل صرف درې ورځې مو كورو كې ژوند وكړئ، دا نه دروغ كېدونكې وعده ده.
11:66 نو كله چې زموږ امر راغى، په خپل رحمت سره مو صالح او هغه كسان وژغورل چې له ده سره يې ايمان راوړى و، او د هغې ورځې له رسوايي (مو خوندى كړل) بې شكه همدا ستا رب برلاسى ځواكمن دى.
11:67 او چا چې ظلم كړى و، هغوى يوې سختې چغې راونيول، نو بيا ګهيځ خپلو سيمو كې پړمخې وچ مړه پراته وو.
11:68 لكه چې له سره پكې اوسېدلي نه وي، واورئ، ثموديان په خپل رب كافر شول، واورئ ثموديانو ته (د الله له رحمته) لرې والى دى.
11:69 او بې شکه ابراهيم (علیه السلام) ته زموږ استازي په زيري ورغلل، ويلې سلام دې وي، هغه وويل: پر تاسي دې هم سلام وي، نو بيا يې څه ځند ونه كړ چې وريت شوى خوسى يې ورته راوړو.
11:70 خو چې ويې ليدل د هغوى لاسونه (خوړو ته) نه رسي، ويې نه پېژندل، او په زړه كې يې ترې وېره راوسته، هغوى وويل: مه وېرېږه موږ د لوط (علیه السلام) قوم ته را استول شوي يو.
11:71 او مېرمن يې (هلته) ولاړه وه نو ويې خندل، موږ هغې ته د اسحاق او له اسحاق وروسته د يعقوب زېرى وركړ.