د رواد د ژباړې مرکز — 227
11:46 ويې فرمايل (الله تعالی): ای نوحه! هغه ستا له اهل څخه نه دى هغه (خاوند د) بد عمل دى، نو د هغه څه غوښتنه مه رانه كوه چې تا سره يې علم نشته، زه درته نصيحت كوم چې ته له جاهلانو څخه نه شې.
11:47 ويلې (نوح علیه السلام) زما ربه! زه تا پورې پناه اخلم له دې نه چې هغه څه درنه وغواړم كوم چې نه پرې پوهېږم، او كه ته بخښنه راته ونه كړي او رحم راباندې ونكړې نو زه به له تاوانيانو يم.
11:48 وويل شول: اى نوحه! كوز شه، سلامتيا او بركتونه دې پر تا او پر هغو ډلو وي چې تاسره دي، او څه نورې ډلې چې د ګټې اخيستو څه موقع به وركړو بيا به زموږ له خوا دردناک عذاب ور ورسيږي.
11:49 دا غيبي خبرونه دي چې تاته يې وحى كوو، له دې مخكې، نه ته ورباندې پوهېدلې او نه ستا قوم، نو صبر وكړه، يقيناً ښه انجام د متقيانو دى.
11:50 او عاديانو ته مو د هغوى ورور هود (عليه السلام) ورواستولو ويلې اى زما قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته (په حقه سره) ستاسو كوم بل معبود نشته، تاسو بل څه نه، يوازې دروغ تړونكي ياست.
11:51 ای زما قومه! په دې خو له تاسو څه اجر نه غواړم، زما اجر صرف پر هغه ذات دى چې زه يې پيدا كړى يم، آيا نو عقل نه كاروئ؟
11:52 او ای قومه! له خپل رب نه مو بخښنه وغواړئ بيا د هغه لور ته (په توبې ویستلو) وروګرځئ، چې له آسمانه ډېر ورېدونكى (باران) پر تاسي راولېږي او له (موجوده) ځواک سره به نور ځواک هم در زيات كړي او د مجرمانو په څېر مخ مه ګرځوئ.
11:53 هغوى وويل: ای هوده! له كوم څرګند دليل سره نه يې راته راغلى او ستا په وينا د خپلو معبودانو پرېښودونکي نه یو، او نه دې په خبره باور كوونكي يو.