د رواد د ژباړې مرکز — 226
11:38 او هغه بېړۍ جوړوله او هر كله چې د قوم څوک مشران به يې ورباندې تېرېدل نو پر هغه به يې ملنډې وهلې، هغه (نوح علیه السلام) وويل: كه اوس تاسو ملنډې راباندې وهئ نو موږ هم هماغسې ملنډې درباندې وهو.
11:39 ډېر زر به تاسي ته معلومه شي چې پر چا هغه عذاب راځي چې رسوا به یې كړي او پر چا به تلپاتې عذاب را پريوځي.
11:40 تر دې چې كله زموږ حكم راغى او (هغه) تنور وخوټېدلو موږ وويل: له هر ډول نه يوه يوه جوړه پكى سپاره كړه او خپله كورنى دې هم، پرته له هغو چې په هكله يې مخکې وينا شوې ده او هغه كسان هم (سپاره كړه) چې ايمان يې راوړى، او پرته له كمو خلكو ده سره نور چا ايمان نه و راوړى.
11:41 او ويې ويل (نوح علیه السلام): په كې سپاره شئ! د الله په نامه يې روانېدل هم دي اودرېدل هم، بې شكه زما رب خامخا مهربان بخښونكى دى.
11:42 او هغې به دوى د غرو شانته څپو كې وړل او نوح خپل زوى ته ورنارې كړې چې په يوه ګوښه كې و، زما بچیه! موږ سره سپور شه او له كافرانو سره مه كېږه.
11:43 ويلې: ډېر زر به د غره سر ته وروړم چې له اوبو مې وساتي (نوح علیه السلام) وويل: نن د الله له حكمه څوک ژغورونكى نشته پرته له هغه چې (الله) رحم پرې وكړي او بيا يوه څپه د دواړو ترمنځ پرده شوه او هغه له ډوبېدونكو څخه شو.
11:44 او وويل شول: ای ځمكې! اوبه دې وزغمه (جذب كړه) او اې آسمانه بند شه! او اوبه كمې شوې، پرېكړه سر ته ورسېدله او بېرۍ پر جودي (غره) تم شوه او وويل شول: د ظالمانو خلكو لپاره دې هلاكت وي.
11:45 نوح (عليه السلام) خپل رب ته غږ وكړ نو ويې ويل: اى زما ربه! زما زوى زما له كورنۍ څخه دى او ستا وعده رېښتينې ده او ته له ټولو حاكمانو څخه لوى او غوره حاكم يې.