>

د رواد د ژباړې مرکز — 225

11:29 او ای زما قومه! په دې خبره خو له تاسو څه مال نه غواړم، زما اجر له الله پرته، په بل چا نشته او نه زه د هغو كسانو شړونكى يم چې ايمان يې راوړى، هغوى له خپل رب سره مخامخ کېدونكي دي، خو زه تاسو ګورم چې جهالت كوئ.

11:30 او اى قومه! كه زه دغه خلک وشړم نو د الله له نيونې څخه به ما څوک وژغوري؟ نو آیا پند نه اخلئ؟

11:31 او زه تاسي ته نه وايم چې له ما سره د الله خزانې دي، نه دا وايم چې زه د غېبو علم لرم ، نه دا دعوه كوم چې زه پرښته يم، او زه دا هم نشم ويلى چې كوم خلک ستاسو په سترګو سپک ښکاري هغوی ته به الله كومه ښېګڼه ورنكړي، د هغو د نفسونو پر حالت الله ډېر ښه پوهېږي كه زه داسې ووايم نو ظالم به يم.

11:32 هغوى وويل: اى نوحه! تا له موږ سره جګړه وكړه او ډېره جګړه دې وكړه، نو اوس هغه (عذاب) راوله چې ته يې اخطار راكوې، كه رښتونى يې.

11:33 نو هغه ځواب وركړ: هغه خو به الله درته راولي، كه خوښه يې شي، او تاسو يې عاجزونكي نه ياست.

11:34 او زما نصيحت څه ګټه نه در رسوي كه څه خير ښېګڼه مو وغواړم، كله چې الله ستاسو بې لارېتوب وغواړي، هماغه مو رب دى او هماغه ته به ورګرځولى شئ.

11:35 آيا دوى وايي چې له ځانه يې دروغ جوړ كړي؟ ورته ووايه: كه له ځانه مې دروغ جوړ كړي وي نو د دې جرم ذمه وارى خپله پر ما ده، اوكوم جرم چې تاسو كوئ زه ترې بېزار يم.

11:36 نوح علیه السلام ته وحي وشوه چې ستا له قوم نه چې كومو خلكو ايمان راوړ هغو راوړ، نور نو كوم منونكى نشته، د هغو پر كړو وړو غمجن كېدل پرېږده.

11:37 او زموږ تر څارنې او لارښوونې لاندې بېړۍ جوړوه او چا چې ظلم كړى د هغوی په اړه سپارښتنه مه راته كوه هغوى خامخا ډوبېدونكي دي.