>

د رواد د ژباړې مرکز — 224

11:20 دوى په ځمكه كې د الله بې وسې كوونكي نه وو او نه د الله په مقابل كې څوک د دوى ملاتړي و، دوى ته به اوس دوه چنده عذاب وركړل شي، دوى نه د بل چا اورېداى شوه او نه يې په خپله غور كاوه.

11:21 دوى هغه خلك دي چې خپل ځان يې په خپله په زيان كې واچاوه او هغه هر څه ورڅخه ورک شول چې دوى دروغ تړلي وو.

11:22 بله لار نه لري پرته له دې چې دوى به په اخرت كې تر ټولو زيات زيانمن اوسي.

11:23 بې شکه هغه کسان چې ايمان يې راوړ او ښه كارونه يې وكړل او يوازې خپل رب ته په عاجزۍ شول، نو په يقيني ډول هغوى جنتيان دي او په جنت كې به هغوى د تل لپاره اوسېږي.

11:24 د دې د واړو ډلو بېلګه داسې ده لكه چې يو انسان ړوند كوڼ وي او بل ليدونكى او اورېدونكى، ايا دا دواړه يو شان كيدلاى شي؟ آيا تاسي له دې مثال نه څه درس نه اخلئ؟

11:25 او نوح (علیه السلام) مو د هغه قوم ته ورولېږلو (هغه وويل) چې زه تاسو ته يو څرګند خبردارى وركوونكى يم.

11:26 دا چې له الله پرته بل څه مه لمانځئ، زه پر تاسو د دردوونكې ورځې له عذابه وېرېږم.

11:27 نو د هغه د قوم كافر شوو سردارانو وويل: موږ خو تا د خپل ځان په څېر يو بشر ګورو، او نه دې وينو چې زموږ له ټېټو (بې پته) بې فكره (ساده) خلكو پرته بل چا ستا متابعت كړى وي او پر موږ باندې ستاسو كوم غوره والى هم نه دركې وينو، بلكه موږ خو تاسو دروغجن ګڼو.

11:28 ويلې ای زما قومه! دې ته مو پام دى چې كه زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل يم او له خپلې خوا يې يو (ځانګړی) رحمت هم راكړى وي چې تاسو ونه شو ليدلى، آيا په داسې حال كې به يې په زور درباندې تپو چې تاسو يې بد ګڼونكي ياست؟