>

د رواد د ژباړې مرکز — 221

10:107 او كه الله څه كړاو در ورسوي نو بيا يې له هغه پرته څوک اېسته كوونكى نشته او كه څه ښېګڼه درته وغواړي نو بيا يې د فضل ايساروونكى څوک نشته، له خپلو بندګانو هر چاته چې وغواړي ور رسوي يې او هماغه ډېر مهربان بخښونكى دى.

10:108 ووايه: ای خلكو! دا دى خپل رب له لوري مو حق درته راغلى دى، نو څوک چې په سمه لار برابر شي نو صرف د ځان لپاره يې سمه لار وموندله او څوک چې بې لارې شو نو بې لارې كېدل يې يوازې پر خپل ځان دي.

10:109 او د هغه څه متابعت كوه چې تاته وحى كيږي او تر هغه صبر وكړه چې الله فيصله وكړي او هماغه ښه فيصله كوونكى دى.

11:1 الر [1]، (دا) يو داسې كتاب دى چې آيتونه يې محكم كړى شوي بيا په تفصيل بيان شوي د يو ځيرک او با خبر ذات له لوري.

11:2 دا چې الله نه پرته بل څه مه لمانځئ، يقيناً زه د هغه له خوا تاسو ته يو وېروونكى او زېرى وركوونكى يم.

11:3 او دا چې له خپل ربه مو بخښنه وغواړئ، بيا هغه ته توبه وكړئ چې تر يوې معلومې نېټې پورې تاسو ته د ژوند ښایسته وسايل دركړي، او هر د فضل خاوند ته به فضل وركړي، او كه تاسو مخ وګرځولو نو بيا خو پر تاسو د يوې سترې ورځې له عذابه وېرېږم.

11:4 یوازې الله ته ستاسو ورګرځېدل دى او هماغه په هر څه قادر دی.

11:5 خبر اوسئ! دوى خپلې سينې تاووي تر څو له هغه ځان پټ كړي خبردار اوسئ! كله چې دوى په جامو سره خپل ځان نغاړي نو هغه ته معلوم دي څه چې دوى پټوي او څه چې څرګندوي، بې شكه الله د سينو په رازونو ښه پوه دى.