د رواد د ژباړې مرکز — 220
10:98 نو ولې داسې يو كلى نشته چې (له عذاب ليدلو وروسته يې) ايمان راوړى وي او ايمان يې ګټه ورته رسولې وي، پرته د يونس (عليه السلام) له قومه، كله چې هغوى ايمان راوړو نو په دنيايي ژوند كې مو د رسوايي عذاب ترې ايسته كړ، او تر يو مهال مو ګټه اخيستلو ته پرېښودل.
10:99 او كه ستا رب غوښتي واى نو څوک چې په ځمكه كې دي ټولو به ايمان راوړى و، نو آيا ته خلک مجبوروې چې ايمان لرونكي دې شي.
10:100 او هېچاته دا نشته چې د الله له ارادې پرته ايمان راوړي، او پليتي (غضب) پر هغو خلكو وراچوي چې عقل نه كاروي.
10:101 ورته ووايه: تاسو وګورئ چې په آسمانونو او ځمكه كې څه دي؟ او هغه كسان چې ايمان نه راوړي، نښانې او د وېروونكو اخطارونه څه ګټه نه ور رسوي.
10:102 نو آيا (اوس) د هغو خلكو له ورځې پرته چې تر دوى ړومبى تېر شوي وو، بل د څه انتظار باسي، ووايه: ښه نو انتظار كوئ، زه هم درسره انتظار كوونكى يم.
10:103 بيا نو خپل رسولان او هغه خلک ژغورو چى ايمان يې راوړى، همدغه شان، پر موږ ثابته ده چې مومنان به ژغورو.
10:104 ورته ووايه: ای خلكو! كه تاسو زما د دين په اړه په شک كې ياست نو زه خو هغه څه نه لمانځم چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ، خو يوازې هغه الله به لمانځم چې تاسو وفات كوي، او ماته امر شوى چې له ايمان راوړونكو څخه اوسم.
10:105 او دا چې خپل ځان سم (نېغ) په دغه دين برابر ودروه، او هېڅكله له مشركانو مه كيږه.
10:106 او له الله پرته داسې څه مه رابله چې نه ګټه درته رسوي او نه كوم زيان، نو كه داسې دې وكړل نو بيا به له ظالمانو شې.