د رواد د ژباړې مرکز — 219
10:89 (الله تعالى) وفرمايل: ستاسو دواړو دعا قبوله شوه، نو ټينګ (سم) ودرېږئ، او د هغو خلکو لار پسې مه ځئ چې نه پوهيږي.
10:90 او بني اسرائيل مو له سمندره پورې اېستل نو فرعون او لښكر يې د ظلم او تېري په غرض ورپسې شول، تر هغه چې ډوبېدو راګير كړ، ويلې: ما ومنله چې له هغه (الله) پرته (په حقه) بل معبود نشته كوم چې بني اسرائيلو منلى، او زه له غاړه ايښودونكو څخه يم.
10:91 (ځواب وركړ شو) اوس (يې منې)! حال دا چې لږ ړومبى دې سرغړولو او له مفسدانو څخه وې.
10:92 نو نن به ستا جوسه (مړ تن) وژغورو تر څو وروستنيو ته نښانه شې، او بې شكه چې ډېر له انسانانو زموږ له نښانو بې پروايي كوي.
10:93 او بني اسرائيلو ته مو ښه استوګنځى وركړ او له پاكو شيانو مو روزي وركړه، نو تر هغه يې خپلو كې اختلاف سره ونه كړ څو چې علم ورته راغى، يقيناً ستا رب د قيامت په ورځ په هغه څه كې فيصله كوي چې دوى پكې اختلاف كولو.
10:94 نو كه ته په هغه څه كې شكمن يې چې موږ درته نازل كړي نو هغه خلک وپوښته چې له تا مخكې لا كتاب لولي، په حقيقت كې له خپل ربه تاته حق راغلى نو هېڅكله له شک كوونكو څخه مه كېږه.
10:95 او له هغو كسانو هم مه كېږه چې د الله آيتونه يې دروغ وګڼل بيا به له تاوانيانو څخه شې.
10:96 بې شكه هغوى چې ستا د رب خبره ورباندې رښتيا شوې ده، هېڅكله ايمان نه راوړي.
10:97 كه څه هم هر ډول نښانه ورته راشي تر هغو چې دردناک عذاب ونه ويني.