>

د رواد د ژباړې مرکز — 218

10:79 او فرعون وويل چې هر ماهر كوډګر ماته راولئ.

10:80 كله چې كوډګران راغلل نو موسى (َعلیه السلام) هغوی ته وويل: تاسي چې د كومو شيانو غورځونكي ياست هغه وغورځوى.

10:81 بيا كله چې هغوى وغورځول، موسى (علیه السلام) وويل: تاسو چې څه راوړل هغه كوډې دي يقيناً الله به يې زر باطل كړي، بې شكه الله د مفسدانو كار نه سموي.

10:82 او الله په خپلو فرمانو سره حق رښتيا كوي، كه څه هم مجرمان ناخوښه اوسي.

10:83 نو (همداسې) موسى (علیه السلام) د ده د قوم له (څو) ځوانانو پرته بل چا ونه منلو، د فرعون او د هغوى د مشرانو له وېرې چې په عذاب به يې كړي او فرعون خو حتماً په ځمكه كې زورواكى او له زياتى كوونكو څخه و.

10:84 او موسى (علیه السلام) وويل: اى زما قومه! كه تاسو په الله ايمان لرئ نو پر هغه بروسه وكړئ، كه تاسو رښتيا غاړه اېښودونكي ياست.

10:85 نو دوى وويل: پر الله مو بروسه كړې، زموږ ربه! موږ د ظالمانو خلكو لپاره فتنه مه ګرځوه.

10:86 او په خپل رحمت سره مو له كافرانو وژغوره.

10:87 او موسى (علیه السلام) او د هغه ورور ته مو وحى وكړه چې د خپل قوم لپاره په مصر كې څو كورونه تيار كړه او خپل کورونه قبله وګرځوئ او لمونځ ترسره كوئ او مومنانو ته زېرى وركړه.

10:88 او موسى (علیه السلام) وويل: ای زموږ ربه تا خو فرعون او د ده سردارانو ته د دنيا په ژوند كې ښكلا او مالونه وركړي دي، اى زموږ ربه! تر څو خلک ستا له لارې واړوي؟ اې زموږ ربه! پر مالونو يې تباهي راوله او پر زړونو يې مهر ولګوه چې تر هغه ايمان رانه وړي څو چې یې دردناک عذاب نه وي ليدلى.