>

د رواد د ژباړې مرکز — 216

10:62 خبر شئ چې بې شکه د الله په دوستانو هېڅ قسم ویره نشته او نه به دوی غمجن شي.

10:63 هغه کسان دي چې ایمان لري او ځان ساتي (له ګناهونو او له الله نه ویریږي).

10:64 د دنيا او آخرت دواړو په ژوندانه كې د هغو لپاره زيرى دى، د الله خبرې نه شي بدلېداى، همدا لوى برياليتوب دى.

10:65 اى پېغمبره! دا خلک چې په تا پورې كومې خبرې تړي هغه دې تا ونه ځوروي، عزت په تمامه معنا د الله په واك كې دى، هغه هر څه اوري او په هر څه پوهېږي.

10:66 واورئ! هر هغه څوک چې په آسمانو كې دي او هغه چې په ځمكه كې دي، ټول د الله دي، او هغه كسان چې له الله پرته د نورو شريكانو متابعت كوي، هغوى پرته له ګومانه د بل څه متابعت نه كوي او بل څه نه صرف اټكلونه كوي.

10:67 هماغه الله دى چې تاسي لپاره يې شپه پيدا كړې ده چې په هغې كې ارام و كړئ او ورځ يې روښانه ګرځولې ده، په دې كې د هغو خلكو لپاره نښانې دي چې په خلاصو غوږونو (د پېغمبر صلی الله علیه وسلم بلنه) اوري.

10:68 كافرانو وويل چې الله څوک زوى نيولى دى، پاکې ده الله لره! هغه خو بې نيازه دى، په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي ټول د هغه ملكيت دى، له تاسي سره د دې وينا لپاره هېڅ دليل نشته، آيا تاسي د الله په باب هغه خبرې كوئ چې پرې نه پوهېږئ؟

10:69 ورته ووايه: يقيناً هغوى چې په الله پورې دروغ تړي هېڅکله نشي بریالي کېدلای.

10:70 په دنيا كې څه ګټه اخيستل (يې) دي، خو بيا يې موږ ته راتګ دى، بيا به سخت عذاب وروڅكو په دې چې دوى به كفر كولو.