د رواد د ژباړې مرکز — 214
10:43 او ځینې له دوى څخه هغه كسان دي چې تاته ګوري، خو آيا ته ړندو ته لاره ښيې كه هغوى هېڅ نه ويني؟
10:44 حقيقت دا دى چې الله پر خلكو ظلم نه كوي، خلك خپله پر خپل ځان ظلم كوي.
10:45 او په كومه ورځ يې چې راغونډ كړي نو لكه چې دوى د ورځې له كوم ساعت پرته زيات نه وو ځنډېدلي چې خپلو كې سره وپېژني، په حقيقت كې هغه خلك (ډېر) زيانمن شول چې الله سره ملاقات بې دروغ ګڼلو او په نېغه لار سم نه وو.
10:46 له كوم ناوړه سرنوشت څخه چې موږ هغوى وېروو د هغه يوه برخه به موږ ستا په ژوند كې دروښايو، يا به له هغه نه مخكې تا واخلو، په هر حال د دوى راتګ زموږ خوا ته دى او دوى چې څه كوي الله ورباندى شاهد دى.
10:47 د هر امت لپاره يو پېغمبر دى، نو كله چې كوم امت ته د هغه پېغمبر راځي نو د هغه فيصله په پوره عدالت سره كېږي او پر هغوی به يو بڅرى ظلم هم نه كېږي.
10:48 او دوى وایي: كله به وي دا پرېکړه (د عذاب) كه تاسې ریښتيني ياست؟
10:49 ووايه: زما په واک كې د خپل ځان ګټه او زيان هم نشته، هر څه د الله خوښې پورې اړه لري، د هر امت لپاره د مهلت يوه موده ده، كله چې دا موده پوره كېږي نو يو ساعت به هم وروسته مخکې نه نشي.
10:50 دوى ته ووايه: تاسي كله په دې غور كړيدى چې كه د الله عذاب په ناڅاپي ډول د شپې يا دورځي راشي (نو تاسې څه كولى شئ؟) ښه نو دا كوم داسې شى دى چې د هغه لپاره مجرمان تلوار كوي؟
10:51 آيا كله چې هغه پر تاسي را پريوځي په هماغه وخت كې به يې ومنئ؟ اوس ځان ژغورل غواړئ؟ په داسې حال كې چې تاسي په خپله د هغه د چټک راتلو غوښتنه كوله!
10:52 بيا به ظالمانو ته وويل شي چې اوس د ابدي عذاب خوند وڅكئ، څه چې تاسي کوئ آيا د هغه له مجازات نه پرته بله څه بدله تاسي ته دركول كيداى شي؟
10:53 او له تا څخه پوښتنه كوي آيا په واقعي ډول دا ريښتيا دي چې ته يې وايې؟ ووايه: هو، زما په رب قسم، دا بيخي ريښتيا دي، او تاسي د چا عاجزوونکي نه یاست.