د رواد د ژباړې مرکز — 213
10:34 ووايه: يوازې الله ړومبى پيدايښت هم كوي او بيا يې هم راپيدا كوي نو تاسو كوم لور ته اړول كېږئ.
10:35 ورته ووايه: آيا ستاسو له شريكانو څوک د حق خوا ته لارښوونه كوي؟ ورته وايه: يوازې الله د حق لارښوونه كوي، نو آيا څوک چې د حق خواته لارښوونه كوي، ډېر د متابعت وړ دى، كه هغه څوک چې په خپله لار نه مومي مګر دا چې لارښوونه ورته وشي، نو په تاسو څه شوي؟ (دا) څنګه فيصلې كوئ؟
10:36 او زياتره يې پرته له ګومانه بل څه پسې نه ځي، خو په حقيقت كې ګومان د حق هېڅ اړتيا نه پوره كوي، يقيناً الله په هغه چې دوى يې كوي ښه پوه دى.
10:37 او دا قرآن خو داسې نه دى چې له الله پرته په دروغو جوړ شي، خو د هغه څه تصديق دى چې ترې مخكې و، او د الكتاب تفصيل دى، په دې كې څه شک نشته چې دا د مخلوقاتو د رب له لوري دى.
10:38 آيا دوى وايي چې دا يې له ځانه جوړ كړى؟ ورته ووايه: ښه نو تاسو هم د دې په شان يو سورت راوړئ، او له الله پرته چې هر څوك راغوښتلى شئ راويې غواړئ، كه تاسو رښتيني ياست.
10:39 بلكه هغه څه يې دروغ وګڼلو چې پوهه يې ورته نه وه رسېدلې، او تر اوسه یې معنى او حقيقت دوى ته نه دى راغلى، له دوى مخكې خلكو هم دغه شان دروغ ګڼلي وو نو ګوره چې د ظالمانو انجام څنګه و؟
10:40 او ځينې يې هغه دي چې باور پرې کوي او ځينې يې پرې باور نه کوي، او ستا رب په مفسدانو ډېر ښه پوه دى.
10:41 كه دوى تا دروغجن ګڼي نو ووايه چې زما كړه وړه زما لپاره او ستاسي كړه وړه ستاسي لپاره دي، څه چې زه كوم د هغه له مسئوليت نه تاسي خلاص ياست او څه چې تاسي كوئ د هغه له مسئوليت نه زه خلاص يم.
10:42 او ځینی له دی کفارو څخه هغه خلک دي چې تاته غوږ نیسی، آیا نو ته ور اورولی شې کاڼه ته، اګر که وي دوی چې هېڅ عقل هم نه لري.