>

د رواد د ژباړې مرکز — 212

10:26 چا چې ښېګڼه وكړه هغو لپاره ښېګڼه (جنت) او لا نور هم زياتوالى دى او نه به يې پر مخونو توروالى او خواري خپره شي، هغوى د جنت خلک دي دوى به هماغلته پكې تلپاتي وي.

10:27 او هغوى چې بدۍ ترلاسه كړي، بدله يې هماغسې يو برابر بدي ده او خواري به ورباندې خپريږي، هېڅوك به يې له الله نه ژغورونكى نه وي لكه پر مخونو يې چې د تورې شپې ټوټې راخپرې شوې وي، هغوى دوزخيان دي، دوى به هماغلته پكې تلپاتي وي.

10:28 او په هغه ورځ چې دوى ټول راغونډ كړو بيا به مشركانو ته ووايو چې په خپل خپل ځاى ايسار شئ هم تاسو او هم ستاسو جوړ كړي شريكان، نو سره بېل به يې كړو او د دوى شريكان به ووايې چې تاسو خو زموږ عبادت نه كولو.

10:29 نو الله زموږ او تاسو ترمنځ د شاهد په توګه بس دى چې يقيناً موږ خو ستاسو له عبادته ناخبره وو.

10:30 همدلته به هر كس هغه څه ښكاره ومومي چې مخكې يې لېـږلي وو، او خپل حقيقى څښتن ته به وروګرځول شي او هغه دروغونه به ترې ورک شي كوم چې دوى به جوړول.

10:31 ورته ووايه: له اسمان او ځمكې نه څوک تاسو ته روزي دركوي او دا د اورېدو او ليدو واک څوک لري، او څوک دى چې ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او د (نړۍ) چارې څوک سموي؟ نو زر به ووايي چې: الله، نو ورته ووايه: آيا نو تاسو نه وېرېږئ.

10:32 نو همدا ستاسو رښتينى رب دى، نو له حقه وروسته پرته له بې لارۍ نور څه دي؟ نو تاسو كومې خواته اړول كيږئ؟

10:33 همدغه شان ستا د رب خبره په سرغړوونكو باندې رښتينې شوه چې هغوى به ايمان نه راوړي.