د رواد د ژباړې مرکز — 209
10:7 يقيناً هغه خلک چې موږ سره د يو ځاى كېدو هيله نه لري او د دنيا په ژوندانه باندې خوښ او ډاډه شوي دي او هغه چې زموږ له آيتونو غافلان دي.
10:8 د داسې كسانو استوګنځى اور دى، د هغو عملونو له امله چې دوى به كول.
10:9 بې شكه چا چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي نو د ايمان په وجه به يې خپل رب (د جنت) لاره وروښيي چې هلته به له نعمتونو ډكو جنتو كې د هغوى لاندې ويالې بهيږي.
10:10 هلته به د دوى ناره دا وي چې يا الله تاته پاکي ده، او دعا به هلته سلام (سلامتیا) او وروستۍ خبره به يې دا وي چې ستاينه ده الله رب العالمين لره.
10:11 او كه چېرې الله خلكو ته بدي هم په هماغسې بيړه ورسوي لكه دوى يې چې د (دنيايي) ښېګڼې په غوښتنه كې كوي نو نېټه به یې پوره شوې وه (تباه شوي به وو) خو موږ هغه خلک چې راسره د يو ځاى كېدو هيله نه لري هماغسې په خپله ناړامۍ كې لا لهانده پريږدو.
10:12 او كله چې كوم انسان ته څه كړاو رسيږي نو په اړخ، ناسته او ولاړه موږ وربولي خو كله چې كړاو يې ترې لرې كړو نو بيا داسې درومي لكه چې موږ يې په وررسېدلي كړاو كې له سره بللي نه وو، په همدې توګه زياتى كوونكو ته هغه څه ښايسته شوي دي چې دوى به كول.
10:13 او يقيناً له تاسو مخكې قومونه مو هلاک كړل، كله چې هغوى ظلم وكړ او رسولان يې له څرګندو نښانو سره ورته راغلل خو دوى ايمان را نه وړو، مجرمو خلكو ته همدغه شان سزا وركوو.
10:14 بيا مو له هغوى وروسته په ځمكه كې تاسو د هغوى ځاى ناستي وګرځولئ تر څو وګورو چې تاسو څرنګه كارونه كوئ.