د رواد د ژباړې مرکز — 208
10:1 الر [1]، دا د هغه كتاب آيتونه دي چې له حكمت نه ډك دى.
10:2 آیا دې خلکو ته تعجب دی چې وحي مو وکړه یو سړي ته له دوی څخه چې ووېروه خلک او زېری ورکړه هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی دی په دې خبره چې بې شکه دوی لپاره رښتینې مرتبه ده د دوی د رب په نزد، نو وایي دا کافران چې بې شکه دا (محمد) خامخا ښکاره کوډګر دی.
10:3 يقيناً ستاسو رب هماغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل بيا په عرش پورته شو، هماغه ټول كارونه سمبالوي هېڅوك شفاعت كوونكى نشته، مګر د هغه له اجازې وروسته، همدا ستاسو رب دى نو هماغه ولمانځئ، آيا نو تاسو پند نه اخلئ.
10:4 د هماغه لوري ته ستاسو د ټولو ورستنېدل دي، د الله وعده رښتينې ده بې شكه هماغه پيدايښت پيل كوي بيا يې هماغه دوهم ځل پيدا كوي تر څو هغو خلكو ته چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي په عدالت سره بدله وركړي، او څوك چې كافر شوي هغوى لره به د خوټېدلو اوبو څښاك او دردناك عذاب وي، په دې چې دوى به كفر كولو.
10:5 دى هماغه ذات دى چې لمر يې روڼ او سپوږمۍ يې روښانه ګرځولې او (سپوږمۍ ته يې) پړاوونه ټاكلي تر څو د كلونو شمېر او حساب (پرې) معلوم كړئ، الله دا شيان پرته له يو مقصده نه دي پيدا كړي، هغه دا آيتونه هغو خلكو ته په تفصيل بيانوي چې پوهېږي.
10:6 بې شكه د شپې او ورځې په اوښتون كې او څه چې الله په اسمانو او ځمكه كې پيدا كړې، خامخا د هغو خلكو لپاره نښانې دي چې ويريږي.