د رواد د ژباړې مرکز — 206
9:118 او (همدارنګه) هغه درې كسان يې هم معاف كړل چې وروسته پاتې شوي وو، كله چې ځمكه له پراختيا سره پرې تنګه شوه، او خپل زړونه يې هم ورباندې تنګ شول او په دې باور شول چې د الله نه د خلاصون ځاى له همده پرته بلې خواته نشته بيا يې له مهربانۍ سره هغوى ته رجوع وكړه چې هغوى هم ده ته وروګرځي، يقيناً هماغه الله مهربان ښه توبه قبلوونكى دى.
9:119 ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی! وویریږئ تاسي له الله څخه او له ریښتینو سره مل شئ.
9:120 د مدينى اوسېدونكو او شاو خوا بانډچيانو عربو ته نه ښايي چې له رسول الله نه وروسته پاتې شي او نه دا چې له هغه نه په بې پروايي سره د خپلو ځانو په فكر كې شي، ځكه داسې به نه وي چې دوى ته د الله په لار كې څه تنده، ستوماني او لوږه ورسيږي، او د كافرانو چې كومه لار بده ايسي پر هغې كوم ګام واخلي اويا له كوم غليم نه څه (ولجه، اسير، مقتول) لاس ته راوړي او بيا د دې په بدل كې څه نېک عمل ورته ونه ليكل شي، يقيناً الله د نېكانو اجر نه ضايع كوي.
9:121 او نه کوم وړوکی یا لوی لګښت کوي، او نه کوم ناو (دره) پرې کوي؛ خو هغوی ته لیکل کېږي څو الله تعالی د هغه څه ښه بدله ورکړي چې کول یې.
9:122 او نه ښایي مومنانو ته چې (د تل لپاره) ټول (جهاد) ته ووځي؛ نو ولې د هغوی له لویې ډلې څخه یوه کوچنۍ ډله ونه وتله چې په دین کې پوهه تر لاسه کړي، او خپل ټبر ووېروي کله چې هغوی ته را وګرځي، ګوندې هغوی (له ګناه) ډډه وکړي.