>

د رواد د ژباړې مرکز — 205

9:112 توبه كوونكي، لمونځونكي، حمد (ستاينه) ويونكي، د الله لپاره په ځمكه كې ګرځېدونكي، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، په ښېګڼه امر كوونكي، له بديو ايساروونكي او د الله د حدودو ساتونكي او همداسې مومنانو ته زېرى وركړه.

9:113 له پيغمبر او هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړي نه ښايي چې مشركانو ته بخښنه وغواړي، كه څه هم خپلوان يې وي، وروسته له هغه چې ورته څرګنده شوې ده چې هغوى دوزخيان دي.

9:114 او د خپل پلار لپاره د ابراهيم بخښنه غوښتل خو صرف د هغې وعدې لپاره و چې له هغه سره يې كړې وه، خو كله چې ورته څرګنده شوه چې هغه د الله دښمن دى نو ترې بېزار شو، ابراهيم يقيناً الله ته ډېر عاجزي کوونکی، د زغم خاوند و.

9:115 او الله داسې نه دى چې يو قوم له هدايت وركولو وروسته بې لارې كړي تر هغه پورې چې په څرګنده هغه څه ور ونه ښيي چې هغوى ځان ترې وساتي، بې شكه الله په هر څه پوه دى.

9:116 د آسمانو او ځمكې پاچاهي يقيناً الله لره ده، ژوندي كوي او مړه كوي او تاسو لره هغه نه پرته څوک ملاتړ او مرستندوى نشته.

9:117 الله نبي (عليه السلام) او هغو مهاجرينو او انصارو ته بخښنه وكړه چې هغوى په ډېر تنګ وخت كې د ده (نبي عليه السلام) ملګرتيا وكړه، له هغه وروسته چې نږدې وو له هغوى نه د يوې ډلې زړونه كاږه شي خو بيا يې (له كوږوالي وساتل او) معاف يې كړل، بې شكه هغه پر دوى نرمي كوونكى مهربان دى.