د رواد د ژباړې مرکز — 204
9:107 او هغوى چې يو مسجد يې جوړ كړى لپاره د ضرر رسولو، كفر كولو، په مومنانو كې بېلتون اچولو او د هغه چا لپاره څار ځای جوړولو چې لا مخكې يې الله او د هغه رسول سره جګړه كړې ده، او خامخا به قسمونه كوي چې له ښېګڼې پرته مو بله اراده نشته، او الله شاهدي وايي چې يقيناً هغوى دروغجن دي.
9:108 ته هېڅكله په هغه كې مه درېږه، كوم جومات چې له ړومبۍ ورځې پر تقوىٰ ودان شوى، حتماً ډېر لايق دى چې ته پكې ودرېږې، په هغه كې داسې سړي شته چې غواړي پاك واوسي او الله همدغه پاكي غوره كوونكي خوښوي.
9:109 آيا نو هغه چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې د الله څخه په وېره او د هغه په رضا غوښتنه ايښى وي، غوره دى او كه هغه چې خپله ودانۍ يې د يو نړېدونكى پاڼ پر غاړه جوړه كړې وي له هغې سره د جهنم اور ته وغورځيږي او الله ظالمانو خلكو ته سمه لار نه ښيي.
9:110 دا ودانۍ چې دوى جوړه كړې تل به يې په زړونو كې د شک جرړه وي مګر (هغه وخت) چې زړونه يې غوڅ غوڅ شي او الله ځيرک پوه دى.
9:111 بې شكه الله له مومنانو څخه د هغوى ځانونه او مالونه په دې پېرودلي چې د دوى لپاره به جنت وي، هغوى به د الله په لار كې جنګيږي نو وژنه به کوي او وژل كيږي به، دا پر الله حقه وعده ده په تورات، انجيل او قرآن كې، او څوك به تر الله زيات د خپل لوز پوره كوونكى وي نو پر خپلې دغې سودا چې كړې مو ده خوښ اوسئ او همدا ستر برياليتوب دى.