د رواد د ژباړې مرکز — 203
9:100 د مهاجرينو او انصارو لومړني كسان او هغوى چې په رښتينولۍ سره په دوى پسې تللي، الله ترې راضي شوى او دوى هم الله نه راضي شوي او (الله) داسې جنتونه ورته تيار كړي چې د هغو لاندې ويالې بهيږي تل تر تله به وي په هغو كې، همدا ستر برياليتوب دى.
9:101 او ستاسو شاو خوا له بانډچي عربو نه ځينې منافقان دي، او همدارنګه خپله د مدينې له خلكو چې په منافقت روږدي شوي، ته يې نه پېژنې خو موږ يې پېژنو، هغه وخت نږدې دى چې دوه ځله سزا به وركړو بيا به نو يو لوى عذاب ته ور وګرځول شي.
9:102 او ځينې نور چې په خپلو ګناهونو يې اقرار كړى ګډوډ عملونه يې كړي، څه نېک او څه بد، لرې نه ده چې الله بيا ورباندې مهربان شي بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.
9:103 د دوى له مالونو صدقه واخله چې په دې سره يې پاك او اصلاح كړې او هغوى ته د رحمت دعا وكړه، بې شكه ستا دعا هغوى لپاره ډاډينه ده او الله پوه اورېدونكى دى.
9:104 آيا دوی ته نه ده معلومه چې هماغه الله دى چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي او د هغو خيراتونه مني او دا چې الله ښه معاف كوونكى او رحيم دى؟
9:105 او ووايه: تاسو (چى څه غواړئ) كوئ، زر به الله، د هغه رسول او مومنان ستاسو كړه وړه وګوري، او بيا به د پټو او ښكاره وو پوهېدونكي (الله) ته ور وګرځول شئ نو په هغه څه به مو خبر كړي چې تاسو به كول.
9:106 او څه نور كسان د الله حكم ته ځنډول شوي چې يا به سزا وركړي، يا به بيا ورباندې مهرباني وكړي او الله ځيرک پوه دى.