>

د رواد د ژباړې مرکز — 202

9:94 كله چې بېرته ورستانه شئ نو هغوى به (ډول ډول) عذرونه درته وړاندې كوي، ورته وايه: (اوس) عذرونه مه كوئ، موږ به هېڅكله ستاسو په خبرو باور ونكړو، موږ الله ستاسو له حالاتو خبر كړي يو، او زر به الله او د هغه رسول ستاسو كړه وړه وګوري بيا به د هغه ذات لور ته وګرځول شئ چې په پټو او ښكاره و عالم دى او بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې تاسو به كول.

9:95 چې تاسو ورستانه شئ نو په الله به قسمونه درته كوي تر څو تېر شئ ورنه، نو څنګ ترې وكړئ، هغوى ناولي دي او استوګنځى يې جهنم دى، د هغو عملونو په بدل كې چې دوى يې كوي.

9:96 دوى به تاسو ته قسمونه خوري چې راضي شئ ترې، نو كه تاسو ترې راضي هم شئ نو الله له فاسقانو خلكو څخه نه راضي كيږي.

9:97 دا بانډچيان عرب په كفر كې لا زيات او كلک دي او د دې ډېر وړ دي چى د هغه دين له احكامو خبر نه شي كوم چې الله پر خپل رسول نازل كړى او الله پوه ځيرک دى.

9:98 او ځينې له بانډچي عربو نه هغه دي چې كه څه لګښت كوي (د الله په لار كې) نو هغه يو تاوان ګڼي او تاسو ته د وخت اوښتون انتظار باسي، بد اوښتون دې پر هغوى وي او الله پوه اورېدونكى دى.

9:99 او له باڼدچي عربو نه ځينې داسې هم دي چى په الله او آخرت ورځ ايمان لري او څه چې لګوي هغه الله ته ورنږدې كېدل او د رسول د دعاګانو وسيله بولي، هوكې! دا رښتيا هم د دوى لپاره د نږدېوالي وسيله ده الله به يې زر په خپل رحمت كې داخل كړي، بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.